ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز امنیې قوماندانۍ له خوا نیول شوي زده کوونکي بېرته خوشې شول

د نیمروز امنیې قوماندانۍ له خوا نیول شوي زده کوونکي بېرته خوشې شول

author avatar
26 Dec 2021 - 19:15
د نیمروز امنیې قوماندانۍ له خوا نیول شوي زده کوونکي بېرته خوشې شول
author avatar
26 Dec 2021 - 19:15

زرنج (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د نیمروز سیمه ییزې سرچینې وايي چې د «شهید ګل محمد لېسې» د مدیر تر ګوښه کولو وروسته زرنج ښار کې د یادې لېسې زده کوونکو لاریون وکړ چې د امنیې قوماندانۍ له خوا ونیول شول، خو د مشرانو تر منځګړيتوب وروسته بېرته خوشې شول.

یاده سرچینه چې نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي، پژواک اژانس ته وویل، یادو زده کوونکو چې شمېر یې ۱۵۰ ته رسېده، وروسته له هغې لاریون وکړ چې د دې لېسې لپاره نوی مدیر معرفي شو.

هغه وايي، یادو زده کوونکو د نیمروز د پوهنې ریاست مخې ته لاریون کړی و، خو د امنیتی مسوولینو له لوري نیول شوي او د یاد ولایت مرکزي زندان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي روښانه کړه چې دغه زده کوونکي د امنیتي سرتېرو له خوا وهل شوي هم دي او دوه ساعته وروسته یې بېرته خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې د نیمروز امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول بهرام حقمل د یاد خبر د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې دغه زده کوونکي د قومي مشرانو ترمنځګړيتوب وروسته خوشې شوي دي.

خو د نیمروز د پوهنې رییس مولوي حقیار دغه خبر تایید کړ او ويې ویل: ((یاده موضوع له نوي مدیر سره د شخصي دښمنۍ له امله راپورته شوې ده.))

نوموړی هم وايي چې زده کوونکي د امنیې قوماندانۍ له خوا خوشې شوي دي.

Visits: 474

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.