ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې يوه ځوان ځانوژنه کړې

لښکرګاه کې يوه ځوان ځانوژنه کړې

author avatar
29 Dec 2021 - 19:22
لښکرګاه کې يوه ځوان ځانوژنه کړې
author avatar
29 Dec 2021 - 19:22

لښکرګاه (پژواک ۸ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند مسوولین وايي چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې يوه ځوان ځانوژنه کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځوان حکمت الله نوميږي او د لښکرګاه د شپږمې امنيتي حوزې په کلای بست کې يې ځان زندۍ کړی دی.

ده زياته کړه، د دې ځوان پلار ويلي چې زوی یې عصبي ستونزه لرله او د نامعلوم دلیل له امله يې ځان په توت پورې ځوړند کړی او ساه يې ختلې ده.

ځو ورځې مخکې هم د هلمند د باباجي ولسوالۍ په سپين مسجد کې يوه ۱۳ کلن هلک ځانوژنه کړې وه.

Visits: 158

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.