لوګر کې سلګونه کورنۍ د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې
د لوګر د مرکز پل علم په پښتوناباد سیمه کې د برېښنا ریاست له لوري د یوه ټرانسفرمر په نصبولو ۳۴۰ کورنۍ د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.
د لوګر د مرکز پل علم په پښتوناباد سیمه کې د برېښنا ریاست له لوري د یوه ټرانسفرمر په نصبولو ۳۴۰ کورنۍ د تاجکستان له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په زلزلهځپلو سیمو کې یې د ماشومانو لپاره ۱۴۰ ګرځنده ټولګي جوړ کړي دي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د اسیا له شل کلنو د کم عمره اتلولۍ مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه عمان ته ورسېده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ۸ کسان د نشهيي توکو د پروسس، د ترینکوټ - چورې ولسوالۍ پر لار ۲ کسان د اومان په نوم نشهيي توکو د لېږد او په چورې ولسوالۍ کې ۵ کسان د غیراخلاقي کړنو په تور نیول شوي دي.
د فراه د مخابراتو ریاست وايي، د روشن مخابراتي شرکت څانګې په دغه ولایت کې له ټاکلې بيې په لوړه بیه د سیمکارټونو د پلورلو له امله تړل شوې دي.
په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني د دولتي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړتوب پر دوستۍ بدله شوه او دواړو غاړو يو بل ته بښنه وکړه.
بغلان کې پر نشهيي توکو د اخته کسانو شمېر داسې مهال له ٦٠ زرو اوړي چې له تېر يو کال راهيسې په دغه ولايت کې د معتادينو د درملنې مرکز هم تړل شوى دى.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال وايي، په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې ۳ اعشاریه ۵ میلیون کسان پر نشهيي توکو روږدي شوي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۲۰۹ الفتح قولاردو کارکوونکو د بېاحتیاطۍ له امله یو لاسي بم غورځېدلی او چاودنه یې کړې ده.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر چې د تېرو جګړو لومړۍ کرښه وه، اوس د تفریح لپاره يوه ښکلې سیمه ده او د دغه ولایت له ګوټ ګوټه هره ورځ ګڼ شمېر کسان د سیل او ساتېریو لپاره ورځي.
د پکتيکا امنيه قومنداني وایي، په مرکز ښرنه کې یې درې ماشومان نیولي چې د خلکو له موټرونو یې «ځیرک موبایلونه» غلا کول او بیا یې پر هټۍوالو پلورل.
د کرکټ افغان مینهوالو د اسیا جام په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې د سریلانکا بریا او اتلولۍ ګټل په ډولونو او اتڼونو ونمانځله. دا لوبه چې پرون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ…
د پاکستان حکومت ویلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د باران او سېلابونو له امله نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳ زره نور ژوبل شوي دي. د پاکستان جیو ټلوېزیون د بېړنیو پېښو…
سریلانکا د کرکټ اسیا جام پایلوبه کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه. د دې لوبې - چې تېر ماښام د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې…
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، که څه هم له افغانستانه یې ځواکونه وتلي خو بیا هم د سپټمبر یوولسمې بریدونو د عاملینو تعقیب ته دوام ورکوي. سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن د سپټمبر…
په فاریاب کې بزګر او مسوولین وایي، په تېرو لسو کلونو کې د تېر نظام پر مهال له ۷۰ سلنې ډېرې شنېخونې چې د کرنې د ودې، د خوړو بسیاینې، د بېوزلۍ کمولو او د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې، د زړو اوسپنو په توګه پلورل شوې یا له استفادې وتلې دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یو کس پر یوه ۱۲ کلن ماشوم د جنسي تېري او ۷ تنه نور د جواري په تور نیولي دي.
په بامیان، هلمند، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې نن د حکومت او بېلا بېلو خیریه بنسټونو له خوا له ۱۱۳۴۶ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د پروان، کاپیسا او د کابل په کوهدامن ولسوالیو کې د انګورو بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وروستیو اورښتونو د دوی د انګورو ۴۰ تر ۵۰ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.
په بدخشان کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې له کتابلوستنې سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان عامه کتابتون ته ورځي او له شته کتابونو یې استفاده کوي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په ټول هېواد د ولسي تړون پروګرام او نورو نړۍوالو ادارو اړوند د شپږ زرو پروژو چارې نيمګړې پاتې دي.
عزیزالله له دوو خوېندو او یوه ورور سره یې چې ټول لویان دي، له نابینايۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي. دغه څلور کسان د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د «نالج برګر» کلي اوسېدونکي دي.
د کندهار بڼوال او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات نیمايي کم شوي چې له امله یې بهر ته د ابجوشو (یو ډول ممیز) صادراتو کچه ۲۵ سلنه ټیټه شوې ده.
یو شمېر کابل ښاریان داسې مهال د انټرنېټ له ټیټ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خلکو دغې ستونزې ته د رسېدو لپاره د تخنیکي ټیمونو د جوړولو خبر ورکوي.