لښکرګاه (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۱): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر چې د تېرو جګړو لومړۍ کرښه وه، اوس د تفریح لپاره يوه ښکلې سیمه ده او د دغه ولایت له ګوټ ګوټه هره ورځ ګڼ شمېر کسان د سیل او ساتېریو لپاره ورځي.

دې سیمې ته خلک په داسې حال کې د تفریح لپاره ورځي چې هلته لا هم د لارې پر سر ودانيو او باغونو کې د باروتو او مرمیو نښې ښکاري.

د سیمې خلک وايي، پخوا د جګړو له وېرې چاه انجیر سیمې ته هیڅوک نشو تلای، اوس خوښ دي چې د کورنۍ له غړو، ملګرو او دوستانو سره دغې سیمې ته په ډاډه زړه د تفریح لپاره ورځي.

د محمدنادر په نوم یو ځوان چې دې سيمې ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «یو نیم کال وړاندې په دې سیمه کې سخته جګړه وه او دلته د ژوند ډېوه مړه شوې وه، خو اوس دې سیمې ته په ډاډه زړه د لوبو کولو او تفریح لپاره راځو او ډېر خوښ یو.»

خو دی وايي چې یادې سيمې ته د غځېدلې لارې ځينې برخې د ماینونو له امله ویجاړې شوې او له حکومته غواړي چې بېرته یې ورغوي.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی نوابخان وايي، تېر لس کاله یې په جګړه کې تېر کړي، اوس یې د ارامۍ ساه اخیستې او خوښ دی چې امنیت ټينګ شوی.

دی له حکومته غواړي چې په سیمه کې یې ښوونځي، روغتیایي کلینیکونه او لوبغالي جوړ کړي.

ده زیاته کړه، د سیمې خلک تېرو جګړو سخت ځپلي، اقتصاد يې خراب دی او حکومت دې د دوی ژوند ښه کولو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د چاه انجیر بل اوسېدونکی محمدقاسم هم وايي، سیمه يې تېرو جګړو سخته زیانمنه کړې، که څه هم اوس امنیت ټينګ شوی او خلک په ډاډه زړه هر ځای ته تګ راتګ کولای شي خو په وینا يې چې په پخوانيو جګړو کې وران شوي سړکونه، پلونه، کورونه او باغونه بیارغونې ته اړتیا لري.

دی وايي، که حکومت مرسته ونه کړي د خلکو اقتصادي وضعیت د دې جوګه نه دی چې خپل وران شوي کورونه، باغونه او ځمکې بېرته ابادې کړي.

بلخوا، د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وايي، حکومت خپلې هڅې ګړندۍ کړې، څو خلکو ته عامه خدمات برابر کړي.

هغه وایي: «ولایتي اداره تل هڅه کوي چې د خپلو ولسونو لپاره په هر اړخیزه توګه خدمت وکړي، خلکو ته د روغتيا او زدهکړو په برخه کې لا ښه خدمات برابر کړي.«

د یادونې ده چې تېرې شاوخوا شل کلنې جګړې هېوادوالو ته پر درنو ځاني زیانونو اړولو سربېره، ډېری زېربینايي تاسیسات، کرنیزې ځمکې، باغونه، سړکونه او نور عامه ځایونه هم سخت زیانمن کړي چې ښايي بېرته رغول يې کلونه وخت ونيسي.