د ټولګټو وزارت د شمالي او سوېلي سالنګ ۳۰ کیلومتره سړک جوړولو ته بشپړ چمتووالی لري
د ټولګټو وزارت په تېر یو کال کې په ۱۷ ولایتونو کې د سلګونه کیلومتر سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو له بیارغولو او د ۳۲ تلو له نصبولو خبر ورکوي او وایي چې د شمالي او سوېلي سالنګ ۳۰ کیلومتره سړک جوړولو ته چمتووالی لري.
























