لښکرګاه (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د هلمند امنيتي مسئوولین وايي، په دغه ولايت کې د راکټ مرمۍ د چاودنې له امله شپږو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند انجنیر احمد جان خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه د نادعلي ولسوالۍ په هېواد بازار سیمه کې د مدرسې شپږو زدهکوونکو ناچاودې مرمۍ پیدا کړې وه او بیا ټکولې چې په پایله کې يې مرمۍ چاولې ده.
د ده په خبره، په دې پېښه کې درې ماشومان وژل شوي او درې نور ژوبل دي. ټپيان د درملنې لپاره د هلمند مرکزي ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.
خو د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندی بیا وايي چې په دې چاودنه کې څلور ماشومان (دوه نارینه او دوه نجونې) وژل شوي او دوه ماشومان ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن