ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په درېیو ولایتونو کې له نږدې ۴۶۰۰ اړو کورنیو سره مرستې وشوې

په درېیو ولایتونو کې له نږدې ۴۶۰۰ اړو کورنیو سره مرستې وشوې

author avatar
3 Sep 2022 - 17:18
په درېیو ولایتونو کې له نږدې ۴۶۰۰ اړو کورنیو سره مرستې وشوې
author avatar
3 Sep 2022 - 17:18

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): په میدان وردګو، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره د دوه میلیون افغانیو او خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یو بل خبر له مخې، په جوزجان ولایت کې د طبیعي اورلګېدنې له زیانمنو سره د دوه میلیون افغانیو نغدي مرسته وشوه.

د جوزجان والي داملا محمدشعیب رسالت نن (د وږي ۱۲مه) پژواک ته وویل، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې، د دې اورلګېدنې د زیانمنو لپاره نغدي مرستې برابرې شوې او نن یې د وېش لړۍ پیل شوه.

د نوموړي په وینا، د دوی له خوا د شوې ارزونې له مخې ۹۰ کورنۍ سختې زیانمنې شوې وې چې د اوښتي زیان پر اساس، هرې کورنۍ ته له ۱۲ تر ۲۵ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

هغه کسان چې نننۍ مرستې یې ترلاسه کړې وې، خوښ دي خو د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه کوي.

د پژواک د خبر له مخې، د هغې اورلګېدنې له امله چې د روان کال د زمري د اتلسمې په شپه د فیض‌اباد ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې پیل شوه او تر څو ورځو یې دوام درلود، تر ۱۲۰ ډېرو کورونو ته زیان اوښتی و.

دغه راز د سمنګان سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ایبک کې پر ۱۸۹۷ اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د خوړو نړۍ‎وال پروګرام له لوري چمتو شوې وه چې هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلوګرامه اوړه، ۶،۸۳ کیلوګرامه غوړي، ۹،۳۸ کیلوګرامه نخود، ۳۰ پاکټه (۱،۵ کیلوګرام) پیلمپي مواد، ۴،۵ کیلوګرامه سیریلاک او یوه اندازه مالګه ورکړل شول.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې هم له ٢٦٠٠ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولايت د کليو او پراختيا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه مرستې د خوړو نړۍوال سازمان له لوري ترسره شوې چې په کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرامه وریجې، پنځه لېټره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال او مالګه شامل دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.