غزني کې د سېلابونو له امله د مسافر وړونکي بس چپه کېدو پېښه کې ۵ کسان مړه شوي
د کابل - کندهار پر لویه لار په غزني کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس د سېلابونو راوتلو له امله چپه شوی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه شوي…
د کابل - کندهار پر لویه لار په غزني کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس د سېلابونو راوتلو له امله چپه شوی چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه شوي…
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه نجلۍ ژوره څاه کې لوېدلې وه او نن يې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د…
امریکایي رسنۍ والسټریټ ژورنال خبر ورکړی چې په کابل کې د القاعده د مشر ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته د ولسمشر جو بایډن حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان کنګل شتمني خوشې نه کړي. تېر…
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د افغانستان اوسنی حالت د پخواني جمهوري نظام په پرتله ډېر ښه دی. نوموړي د پخواني جمهوري نظام د سقوط د یوه کال بشپړېدو په مناسبت له…
افغانستان د کرکټ په څلورمه شل اووریزه نړۍواله لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو سیریز دوه په دوه مساوي کړ. د باران له امله دا لوبه ۱۱ اورونو ته کمه…
د کابل امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
چارواکي د سرپرست حکومت لومړۍ کلیزې په مناسبت غونډه کې وايي، واخان د افغانستان لپاره د سر حيثيت لري؛ حکومت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او کومې چې تړل شوي، تمویل یې درېدلی دی او که څوک د شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره نظام تخریبوي، «لوی مجرم» به وي.
د پروان ولایت سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه او ۱۵ ټپیان شوي او تر ۲۰۰ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشره وایي، افغانستان کې «د نابرابرۍ تګلارې» دغه هېواد له نورو هېوادونو بېل کړی او په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې ښوونځیو ته له تلو منع دي.
زلمی خلیلزاد په داسې حال کې وايي چې د دوحې تړون په افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی چې مخکني ولسمشر محمداشرف غني پر خلیلزاد کلکې نیوکې کړې او یاد تړون یې…
د اسلامي امارت د واکمنۍ یو کال پوره شو خو لا هم د نجونو له شپږم پورته ټولیګي تړلي دي، له ښوونځي پاتې نجونې اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وايي چې نن غرمه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د دویمې حوزې اړوند په «مرغ فروشي» بازار کې یو کس د وسلهوال موټرسایکل سپاره له خوا د خپل زوی مخکې په ډزو ووژل شو.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وایي، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ډېرې دندې لرونکې ښځې په کور کېناستې خو د صنعتګرو او سوداګرو ښځو شمېر له تحول مخکې په پرتله نږدې دوه برابره ډېر شوی دی.
د هلمند د یو شمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې مخابراتي شبکې کار نه کوي او له حکومته یې غوښتي چې مخابراتي اسانتیا دې ورته برابره کړي.
د تېر نظام له پرځېدو یو کال وشو، هغه ښځې چې د تخلیې پرمهال له هېواده وتلې وې، ځينې یې له خپل اوسني حالته خوشحاله دي، خو ځينې نورې پښېماني ښيي او هېواد ته د…
په هرات ولایت کې لس ډيجیټلي صرافۍ چې په غیرقانوني توګه یې اسعاري راکړه ورکړه لرله، د امنیتی ځواکونو له خوا وتړل شوې. د هرات امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه…
شنونکي د افغانستان د سرپرست حکومت د یو کلنو لاسته راوړنو او ننګونو او پر وړاندې یې د نړۍوالې ټولنې کړنو ته په پام بېلابېل نظرونه لري او ټینګار کوي چې حکومت باید د وضعیت ښه کېدو لپاره د خلکو د ملاتړ راجلبولو ترڅنګ له نړۍ سره د تعامل لپاره لازم اقدامات وکړي.
پژواک خبري اژانس «افغانستان له تحول وروسته په ۵۲ اونیو کې» کتاب په پښتو، دري او انګلیسي ژبو پرلیکه کړ.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ له ۴۱ ښوونځیو ۳۲ یې ودانۍ نه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په تېر یوه کال کې یې ډېرو هېوادونو ته د افغانانو غږ رسولی او لاسته راوړنې لري، خو له هېوادونو سره د اړیکو رغول او عادي کول وخت ته اړتیا لري.
زابل د عامي روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې لسګونه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې درېیو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ټولګټو وزارت وايي چې د وروستیو تېزو اورښتونو او سېلابونو له امله په اروزګان، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې ځینې لارې د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي.
د ننګرها په مرکز جلالاباد ښار او څلورو ولسواليو کې سېلابونو د څلورو ماشومانو په ګدون اته کسان مړه او اووه نور يې ټپيان کړي دي.
فراه کې حکومتي مسوولین وايي چې نامعلومو وسلهوالو د دغه ولایت د مرکز اړوند ګنهکان سیمه کې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.