ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې څلور کلنه نجلۍ ژورې څاه ته د لوېدو له امله مړه شوې

هلمند کې څلور کلنه نجلۍ ژورې څاه ته د لوېدو له امله مړه شوې

author avatar
16 Aug 2022 - 11:49
هلمند کې څلور کلنه نجلۍ ژورې څاه ته د لوېدو له امله مړه شوې
author avatar
16 Aug 2022 - 11:49

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، پرون د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه نجلۍ ژوره څاه کې لوېدلې وه او نن يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې شوې ده.

ده زياته کړه: «تېره شپه اته بجې یوه څلور کلنه نجلۍ د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې ۲۵متره ژورې څاه ته لوېدلې، د خلکو له خوا ژوندی را ایستل شوې خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په هلمند کې ژورو څاه‌ګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې رامنځته شوې دي.

د روانې زمري میاشتې په ۱۸مه، د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یو دوه کلن ماشوم ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و چې د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندی را ايستل شوی و.

خو د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۱مه، په ګرمسېر ولسوالۍ کې بیا دوه ماشومان ژورې څاه ته لوېدلي وو چې يو يې مړ او بل یې ژغورل شوی و.

Visits: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.