د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د ۴ ميليونه افغانيو په لګښت یو سړک جوړ شو
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلو متره په اوږدوالي يو نوی کليوالي سړک جوړ شو. د دغه سړک کارونه شپږ مياشتې وړاندې پيل شوي وو…
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلو متره په اوږدوالي يو نوی کليوالي سړک جوړ شو. د دغه سړک کارونه شپږ مياشتې وړاندې پيل شوي وو…
د زابل په مرکز کلات کې د مجید زابلي په ښارګوټي کې د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د شپږيزه کرکټ ليګ په اتم پړاو سياليو کې بُست ساتونکي او سپینغر لوبډلې وتوانېدې چې خپلو سيالو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لار پيدا کړي.
د نیمروز مسوولین په دغه ولایت کې د اوبو څاهګانو د پاکولو لپاره د ۱۲۰۰ کیلوګرامه کلورینو او بېوزلو کورنیو سره د چرګوړو د تولید د ۵۰ دستګاوو د مرستې خبر ورکوي. د نیمروز ولایت…
د تخار په ولایتي روغتون کې ځیني پایوازان د درملو او کارمندانو له کمښته شکایت لري؛ خو د عامې روغتیا ریاست دا راز ستونزې ردوي. پایوازان وایي، د اقتصادي ستونزو او موسمي ناروغیو د زیاتوالي…
د کندوز سیمهییز چارواکي وایي، د نوي حکومت په راتلو سره د «کاسا زر» پروژې د تطبیق چارې چې افغانستان او پاکستان ته له تاجکستان او قرغیزستان څخه د برېښنا د لېږد په موخه پېل شوې وې، درېدلې دي.
اروپايي ټولنه وایي، د ایمن الظواهري د وژلو اعلان د کابل پر نیت شکونه راپورته کړي، خو کابل یو ځل بیا وایي، پر خپلې دغې پالیسۍ چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارول کېږي، کلک ولاړ دی.
د لوګر د ملي، فرهنګي او علمي شخصیتونو په یاد د کرکټ شل اووریزې سیالۍ په مرکز پل علم کې پيل شوې چې د دغه ولایت ۴ لوبډلې په کې برخه لري.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې یاد شرکت د وارداتي برېښنا له پلوه ۱۲۲ میلیون ډالر پوروړی دى او په تېرو لسو مياشتو کې د برېښنا لس پايې تخريب شوې دي.
په کندهار کې د پالېزونو کروندګر او د تازه مېوو سوداګر وايي، سږ کال د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله د خټکیو او هندواڼو حاصلات کم شوي او تر دې مهاله هیڅ یوه هېواد ته صادر شوي نه دي.
په بامیان ولایت کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې رسماً پیل شوې.
د امریکا متحده ایالتونو د ایمنالظواهري د وژلو له اعلان وروسته، خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې بهر د سفر پر مهال ډېر محتاط اوسي؛ ځکه چې د امریکا ضد تاوتریخوالي احتمال ډېر شوی دی.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په تېر يو کال کې د افغانستان توليد ۶ زره او ۴۵۳ ټنه ګول سيخ پاکستان ته صادر شوی دی.
د ځینو ټولنیزو پاڼو او انټرنټي سایټونو کاروونکي ادعا کوي چې د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا شته ویروس له منځه وړي؛ خو د طب پوهانو په وینا، د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا شته ویروس په بشپړه توګه له منځه وړلای نه شي.
د پــروان ولایت امنیې قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې درې «وسلهوال غله»- چي یو صراف یې تر تښتولو وروسته وژلی و - نیولي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
د غور امنیتي مسوولین وایي، د یاد ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.
د هرات ښاروالي وایي، هڅه کوي چې په روان کال کې د ښار د ښکلا او د دغه ولایت په کچه د مهمو خدماتو وړاندې کولو په موخه ۵۴ پراختیايي او زیربنايي پروژې پلې کړي؛ له بلې خوا خلک هم د ښاروالۍ له خدماتو خوښ دي.
امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په «کارتې سخي ټاور» کې امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات لرل، خو له یوه کور نه پرې ډزې وشوې او اوس دغه کور کلابند دی.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، له هغو زرګونو سېلابځپلو کورنیو سره د بشري مرستو لړۍ بریالۍ روانه ده چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې زیانونه ور اوښتي وو.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي پرون ناوخته تایوان ته رسېدلې او د دغه هېواد له چارواکو سره یې په کتنه کې ویلي، له تایوان سره د امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډېرې مهمې دي.
د افغان حاجیانو د بېرته راستونې لړۍ، نن د کابل هوایي ډګر ته د هغوی د وروستۍ ډلې په رارسېدو سره بشپړه شوه.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله - چې درې لوبغاړي او يو روزونکى په کې شامل دي – تېره ورځ ناوخته د اسلامي هېوادونو ورزشي سیالیو کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړه.
کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.