ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا ویروس په بشپړ ډول له منځه وړلای نه شي

ډاکټران: د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا ویروس په بشپړ ډول له منځه وړلای نه شي

author avatar
3 Aug 2022 - 16:15
ډاکټران: د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا ویروس په بشپړ ډول له منځه وړلای نه شي
author avatar
3 Aug 2022 - 16:15

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د ځینو ټولنیزو پاڼو او انټرنټي سایټونو کاروونکي ادعا کوي چې د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا شته ویروس له منځه وړي؛ خو د طب پوهانو په وینا، د خولې مینځلو مواد په خوله کې د کرونا شته ویروس په بشپړه توګه له منځه وړلای نه شي.

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته چې په میلیونونو کسان پرې اخته او سلګونه زره نور یې له امله مړه شول، د ټولنیزو پاڼو او ځینو انټرنټي سایټونو کاروونکو ځیني درمل، بوټي او یو شمېر خوراکي توکي د کرونا ویروس له منځه وړونکو په توګه معرفي او خپاره کړي او خلک د هغه کارولو ته هڅوي.

«برنا» خبري اژانس د «ایا د خولې مینځلو مایع کولای شي کرونا ویروس له منځه یوسي؟» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې لیکلي: «د خولې مینځلو لپاره میکروب ضد مایع کولای شي چې له استعماله ۳۰ ثانیې وروسته د کرونا ویروس له منځه یوسي.»

سرچینې لیکلي، د کارډیف پوهنتون د څېړونکو د پلټونو لومړنۍ پایلې ښيي چې د خولې مینځلو مواد تر ډېره بریده له کرونا ویروس سره د مبارزې وړتیا لري.

دغه‌راز د انډیپنډېنټ فارسي په نوم بل وېب‌سایټ هم «د خولې مینځلو مواد کولای شي هره ورځ له کارولو ۳۰ ثانیې وروسته کرونا ویروس له منځه یوسي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

دغه خبري سایټ لیکلي، د کارډیف پوهنتون د څېړونکو د څېړنو لومړنۍ پایلې – چې تر اوسه د نورو کارپوهانو له لوري نه دي تایید شوې – د خولې مینځلو موادو د «مثبتو نښو» څرګندوی کوي چې کولای شي له ویروس سره مبارزه وکړي.

په ورته مهال «ایمنا خبري اژانس» د «ایا د خولې مینځلو موادو کارول له کرونا سره په مبارزه کې اغېزناک دي؟» تر سرلیک لاندې خپاره کړي راپور کې ویلي: «د څېړنو پایلې ښیي چې د غاښونو کریم ‎او د خولې مینځلو مواد کولای شي په خوله کې د کرونا ویروس بار کم کړي.»

په دغه راپور کې لیکل شوي، د خولې مینځلو هغه مواد چې د «سټیل پریډینیوم کلورایډ» یا پوویډون ایوډاین په شان مواد لري، کولای شي په خوله کې د کرونا ویروس بار کم کړي، نو د خولې مینځلو موادو کارول چې یاد مواد لري، پر کرونا د اخته کېدو د خطر په کمولو کې مهم رول لوبوي.

په ورته وخت کې د ټویټر یوه کاروونکي متین لیکلي چې د خولې مینځلو مواد په خوله کې شته د کرونا ویروس نابودوي، خو هغه ویروس چې له خولې د بدن حجرو ته دننه شي، له منځه یې نه شي وړلای.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د خولې مینځلو موادو د پلور کچې زیاتېدل

د کرونا ویروس د خپرېدو په پیل کې د خولې مینځلو موادو پلور ډېر شو او بیه یې هم څو برابره لوړه شوه.

د زړو تايمنیو په دویم سړک کې یو درمل پلورونکي محب‌الله پژواک ته وويل، د کرونا ويروس تر خپرېدو وروسته د خولې مینځلو مواد چې قوي انټي‌سپټیک دي، د کرونا ويروس د له منځه وړلو لپاره اخيستل کېدل.

هغه وايي، د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې د خولې مینځلو موادو د یو لوی اصلي انګلیسي بوتل بیه ۲۶۰ افغانۍ وه او د کرونا په اوج کې بیا د لویو بوتلونو بیه ۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوه؛ ځکه چې د خرڅلاو کچه یې ډېر شوې وه.

اما به باور آگاهان طب، دهان‌شویه‌ها برای از بین بردن میکروب‌ها موثر بوده اما کرونا را نابود نمی‌کند.

خو د طب برخې پوهانو په باور، د خولې مینځلو مواد د میکروبونو له منځه وړلو لپاره اغېزناک دي، خو کرونا له منځه نه وړي.

په افغان – جاپان روغتون کې مؤظف ډاکټر محمدنعیم وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د خولې مينځلو مواد د خولې او غاښونو د روغتيا لپاره يو طبي درمل دي چې په خپل ترکیب کې کلوروهکزیډین، هایډروجن پراکسایډ، فلورایډ او نور کېمیاوي مواد لري.

د هغه په ​​وينا، د خولې مینځلو موادو بېلابېل ډولونه (درملونکي د خولې مینځلو مواد، فلورایډ خولې مینځلو مواد، میکروب ضد د خولې مینځلو مواد) شته دي چې په بازار کې موندل کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د خولې مينځلو مواد په خوله کې د باکترياوو او ميکروبونو په له منځه وړلو کې اغېزناک دي، خو د کرونا ويروس په بشپړ ډول له منځه نه شي وړلاى.

په ورته مهال، د سپين‌غر د لوړو زده‌کړو موسسې د کابل څانګې د ستوماتولوژي پوهنځي رییسې ډاکټر ريحانې رهیاب پژواک ته وويل، د خولې مينځلو مواد هغه مايع ده چې د خولې د مينځلو او پاکولو لپاره کارول کېږي؛ دغه مواد د خولې بد بوی له منځه وړي، باکترياوې وژني او د غاښونو د تخريب مخنیوی کوي.

نوموړې زیاتوي، د کرونا ناروغۍ د خپرېدو یوه لاره د خولې لاړې دي او کېدای شي له همدې لارې خپره شي.

هغې زیاته کړه، هغه څېړنې چې تر اوسه په دې برخه کې شوې دي، ښيي چې کلورهکزیډین او بیټاډین د خولې مینځلو مواد د کرونا ناروغۍ د خپراوي د کمېدو لامل ګرځي.

رهیاب وویل: «کله چې ناروغ خپله خوله د خولې مینځلو پر موادو مینځي، په نتیجه کې د افت د کموالي لامل کېږي او د خولې مینځلو مواد یوازې د کرونا د افت خپرېدو مخه نیسي.»

ډاکټر ریحانه سپارښتنه کوي چې د بوتل یو سرپوښ مواد باید په یو ګیلاس اوبو کې هره ورځ واچول شي او درې یا څلور ځلې خوله پرې ومینځل شي.

Visits: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.