بست ساتونکو په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لاره وموندله
د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو په لومړي کوالیفایر لوبه کې د بست ساتونکو لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې…
د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو په لومړي کوالیفایر لوبه کې د بست ساتونکو لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې…
د امریکا دفاع وزارت وایي، د تېرې شنبې پر ورځ د کابل په هوایي برید کې یوازې یو کس د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژلو نه هرکلی کړی او نه یې غندلی، بلکې یوازې دومره یې ویلی چې دوی هر ډول ترهګري غندي.
نامعلومو وسلهوالو د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې د امام ابو حنیفه عالي دارالعلوم یو استاد وژلی دی.
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دوو لوړ پوړو جنرالانو په ګډون شپږ نظامي افسران د چورلکې غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
په جوزجان کې د اکټیډ دفتر، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې د ۱۶۵ سیمهییزو درسي ټولګیو د جوړېدو خبر ورکوي.
د کرنې وزارت مرستیال ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په مراسمو کې، د ۲۸۵ کرنې اړوند څېړنیزو تجربو تطبیقول، له ۳،۶ میلیون د زیاتو بېلابېلو څارویو درملنه، د څارویو لپاره له زر ټنو د زیاتو خوړو وېشل او د چرګانو د ساتنې د ۴۵۰ فارمونو جوړول یې په تېر یوه کال کې د دغه وزارت له مهمو کارونو وبلل.
د لوګر په مرکز پلعلم کې د سپورټ امریت له لوري د شپږو ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، کاپيسا او کونړ) د ۱۲۰ لوبغاړو ترمنځ یوه ورځنۍ ازادې سپورټي سیالۍ وشوې چې لوګر لومړی، کابل دویم او پکتیا درېیم مقامونه خپل کړل.
د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې په لومړي ځل ټېلیفوني او انټرنیټي خدمات پیل شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۳،۲ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي او په همدې موده کې ۱۵۸ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په دې اړه د نړۍ یو شمېر هېوادونو، سیاستوالو او افغان شخصیتونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تېره ورځ په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو څو ورځو کې له ایرانه ۴۰۱۰ کسان هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۱۹۸۳ کسان په جبري توګه له یاد هېواده ویستل شوي…
د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، نن د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ۸۶۹ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه. د…
مرکزي بانک وایي، د نړۍوالو بشري مرستو په لړ کې یو ځل بیا د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو نغدي کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده. مرکزي بانک نن (سه شنبه، د زمري ۱۱مه) په خپل…
د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، سږ کال د دغه ولایت په شاخوا ۲۵زره هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو او بټيکوټ ولسواليو کې د دوو کليو خلکو لپاره فرعي روغتيايي مرکزونه جوړ شول.
په غزني ښار کې د استخباراتو ریاست له خوا ۸ ټنه تارېخ تېر درمل کشف او د ښاروالۍ له خوا له منځه یووړل شول.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو ماشوم د سړي تښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې دوه کسان نيولي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سرپرست حکومت په یوه تازه ګام کې د څو وزارتونو ګډ کمېسیون جوړ کړی څو د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزلهځپلو سره د مرستو دویمه لړۍ پیل کړي.
د کونړ یو شمېر هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي او له کلونو راهيسې وزګار دي، له حکومته غواړي چې په دولتي او خصوصي ادارو کې دې د کار زمينه ورته برابره کړي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې پنځو شل اووریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
له دیني عالمانو وروسته دا ځل د کوزې پښتونخوا د پښتنو جرګې په کابل کې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره مذاکرات کړي دي.