ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۸ ټنه تاريخ تېر او بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

غزني کې ۸ ټنه تاريخ تېر او بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

غزني (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): په غزني ښار کې د استخباراتو ریاست له خوا ۸ ټنه تارېخ تېر درمل کشف او د ښاروالۍ له خوا له منځه یووړل شول.

د غزني ښاروال مولوي عبدالرزاق ضیايي پژواک خبري اژانس ته وویل، څو ورځې مخکې د دغه ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د غزني ښار په بېلابېلو برخو کې ۸ ټنه تاریخ تېر او بې‌کیفیته درمل کشف او نیولي وو چې نن د ښاروالۍ له خوا له منځه یووړل شول.

هغه زیاته کړه، د تاریخ تېر او بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو راټولولو او له منځه وړلو ته دوام ورکوي څو په دې توګه د خلکو روغتیا تضمین شي.

ضیايي له خلکو هم وغوښتل چې د درملو او خوراکي توکو اخیستلو پر مهال د هغو تاریخ او کیفیت ته پام وکړي.

خو خلک په دغه ولایت کې د تاریخ تېر درملو او بې‌کیفیته خوراکي توکو د اړوندو ادارو فعالیتونه پیکه بولي.

د غزني یوه اوسېدونکي انعام‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د غزني ښاروالي او عامې روغتیا ریاست په ګډون یو شمېر ادارې له درملتونونو او دوکانونو د تاریخ تېر درملو او بې‌کیفیته خوراکي توکو راټولولو هڅې کوي خو دا چاره ډېره ورو روانه ده.

هغه زیاته کړه، اړوندې ادارې باید په دې برخه کې په جدیت عمل وکړي او خپل فعالیتونه ولسوالیو ته هم وغځوي ځکه دا ستونزه د ښار په پرتله په لرو سیمو کې ډېره ده.

د ده په خبره، که اړوندې ادارې د تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د مخنیوي په برخه کې قوي اراده ولري نو سرغړوونکي دې مجازات او جریمه کړي.

د یادونې ده، د غزني عامې روغتیا ریاست څلور میاشتې مخکې هم ۵ ټنه تاریخ تېر درمل چې ټول ۳۲۰ قلمه کېدل له درملتونونو راټول او وسوځول.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.