ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بست ساتونکو په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لاره وموندله

بست ساتونکو په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لاره وموندله

author avatar
3 Aug 2022 - 07:24
بست ساتونکو په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لاره وموندله
author avatar
3 Aug 2022 - 07:24

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱) :  د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو په لومړي کوالیفایر لوبه کې د بست ساتونکو لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د روانو سیالیو پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

سپین غر پړانګان لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې بست ساتونکي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. بست ته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ۴۴ توپونو ۶۲، فرهان زاخېل په ۳۵ توپونو ۵۲ او سمیع الله شینواري په ۲۵ توپونو ۴۰ ناسوځېدلې منډې ترسرسپین غر ته یې  د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

د سپین غر پړانګانو لپاره په توپ اچونه کې اظهار الحق نوید د ۱۶ منډو، عصمت عالم د ۱۳ منډو او یمین احمدزي د ۴۷ منډو بدل کې یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

سپین غر لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۷۰ منډې ترسره کړې او د ۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره شراف الدین اشرف ۴۴، شوکت زمان ۴۳ او عثمان غني ۳۲ منډې جوړې کړې. د

بست لوبډلې توپ اچوونکو کې عبدالرحمن رحماني د ۳۱ منډو بدل کې ۲، سلیم ساپي د ۲۲ منډو او احمدضیاء ځلاند د ۴۷ منډو بدل کې ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د بست ساتونکو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې غوره لوبغاړي، شراف الدین اشرف د لوبې د ډوولي او زیاتو شپږیزو وهلو لوبغاړي او عبدالرحمان رحماني د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

نن تر غرمې وروسته په دویم کوالیفار لوبه کې کابل بازان لوبډلې مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه.

ددې لوبې پچه چې کابل بازان ګټلې وه، د باران له امله ۱۴ اورونو ته لوبه کمه شوې وه، د مس عینک اتلانو په ۱۴ اورونو کې ۱۰۷ منډو هدف ورکړ، ریاض حسن ۲۵، صدیق اتل ۲۳ او الله نور ناصري ۱۸ منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري عظمت عمرزي درې، نبي او خلیل احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د کابل بازانو لوبډلې په پنځو اورونو کې د کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته ۷۲ منډې کړې وې چې بیا باران پیل شو، خو وروسته لوبڅاران د باران د قانون له مخې، د کابل بازان بریالي اعلان کړل.

د کابل بازان به بله لوبه له سپین غر سره کوي او ددې لوبې ګټونکې لوبډله به په پای لوبه کې له بست سره مخامخ کېږي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.