ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

هلمند کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
2 Aug 2022 - 15:42
هلمند کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
2 Aug 2022 - 15:42

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۱): د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، نن د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې ۸۶۹ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادو کورنیو د انتخاب لپاره پخوا په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سروې شوې ده.

ده زياته کړه چې د دې لړۍ په پيلېدو سره هرې کورنۍ ته ۴۲۰ امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.

د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې اړوند بولان سیمې اوسېدونکي عبدالکریم چې دغه مرسته یې  ترلاسه کړې، پژواک سره خبرو کې د يادې مرستې له امله خوښي څرګنده کړه.

نوموړي زياته کړه چې د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې دي او ياده مرسته بسنه نه کوي.

هغه له حکومت او مرستندویه ټولنو وغوښتل چې د هلمند خلکو ته دې پاملرنه ډېره کړي.

د یاد ولایت د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي اوسېدونکي محمد لعل هم د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي وښوده.

خو زياته يې کړه چې د تېرو جګړو پرمهال يې کورونه نړېدلي او ډېر زيانونه ورته اوښتي دي.

ده هم له حکومته وغوښتل چې يادو مرستو ته دې دوام ورکړي او د خلکو لاسنیوی دې وکړي.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو راهيسې په دغه ولایت کې له ۳۴زره کورنیو سره بېلابېلې مرستې شوې دي.

Visits: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.