منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۵ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي. بلینکن دغه څرګندونې د زمري په ۶مه، په واشنګټن کې…

غړي

بلاول زرداري: افغانستان کې امن پاکستان ته د انرژۍ د انتقال نوي فرصتونه برابر کړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د دې ترڅنګ چې وايي نړۍ به پر افغان سرپرست حکومت نيوکې کوي، خو د دوی لاسته راوړنې هم بايد وستايل شي، زياتوي، افغانستان کې امن پاکستان ته د انرژۍ د انتقال نوي فرصتونه برابر کړي دي.

غړي

په لغمان کې درې کسان ووژل شول

د لغمان مسوولین وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د «خوارجو» د یوه قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

غړي

دفاع وزارت: د هېواد پر خاوره د تېري په صورت کې له خپلې لوېشت لوېشت خاورې دفاع کوو

د دفاع وزارت د دې ترڅنګ چې وايي، د عمر ثالث فرقې د اتمې سرحدي لوا مسوولينو د وضعیت د څېړلو لپاره د واخان، زیباک او اشکاشم ولسوالیو له سرحدي سيمو کتنه وکړه، ټینګار کوي چې د هېواد پر خاوره د تېري په صورت کې له خپلې لوېشت لوېشت ځمکې دفاع کوي.

غړي

کندهار کې سېلابونو ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کندهار چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت په ژېړۍ، سپین بولدک، شاولیکوټ، ارغنداب ولسوالیو او ځينو نورو سیمو کې سېلابونو پر مالي زیانونو سربېره ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

غړي

د سرپل ګلیم اوبدونکي: د ګلیمونو بازار کمرنګه شوی

د سرپل ګلیم اوبدونکي په دغه ولایت کې د ګلیمونو د بازار پیکه کېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، د دغه صنعت په له منځه تلو سره به هغه مېرمنې بېکاره شي چې د ګلیم اوبدلو په برخه کې پر کار بوختې دي.

سمیرا: کاکا ډوډۍ اخلې؟

د نجونو د ښوونځیو د دروازو بند پاتې کېدل؛ سمیرا زده‌کوونکې وه او هیله یې درلوده چې ډاکټره شي، خو اوس ډوډۍ پلوري او له هر لاروي پوښتي، کاکا ډوډۍ اخلې؟

غړي

د چاپان سفیر: له افغانانو سره سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره ګډ کار کوو

په کابل کې د چاپان سفیر د ریاست‌الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دي او له افغانانو سره به ګډ کار وکړي څو دغه هېواد دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.

کابل ښاریان د برېښنا د پرچویو له زیاتېدو شکایت کوي

د کابل ځیني ښاریان، د برېښنا له دوامداره پرچویو شکایت لري او ادعا کوي چې د برېښنا ریاست د برېښنا په وېش کې له عدالته کار نه اخلي، خو د دغه شرکت مسوولین د برېښنا په وېش کې بې عدالتي ردوي او وايي، د برق کموالی د برېښنا د پرچوۍ زیاتوالي لامل شوی دی.

نور راپورونه