ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: د سترګو سوروالی د کرونا «اومېکرون» بڼې یوه نښه ده

پوهان: د سترګو سوروالی د کرونا «اومېکرون» بڼې یوه نښه ده

author avatar
28 Jul 2022 - 17:27
پوهان: د سترګو سوروالی د کرونا «اومېکرون» بڼې یوه نښه ده
author avatar
28 Jul 2022 - 17:27

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): ځینو خبري اژانسونو د کرونا ناروغۍ پر مهال د سترګو سوروالی تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی؛ د طب برخې پوهانو هم دغه مورد تایید کړی او وايي، د سترګو سوروالی د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) یوه نښه ده.

د کرونا روغتون پر خپله وېب‌پاڼه د «سترګې سوروالی، د کرونا جدي نښه ده» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي، د څېړونکو وروستي مطالعات ښيي چې په سترګو کې د کونژنکتویټ فولیکولر او احتقان ملتحمه په بڼه په سترګو کې د کرونا درګیره کېدل د اوښکو په راتلو، خارښت او د سترګو په سوروالي سره لیدل شوي دي.

سرچينې ليکلي، د کرونا ويروس په سترګو پورې تړلې نښې نښانې کېداى شي د سترګو سوځېدل، د سترګو خارښ، فوټو فوبيا (له رڼا سره حساسيت)، سوروالی، د سترګو درد، د سترګو پړسوب او اوبلنې سترګې، دا ډول نښې په هغو ناروغانو کې ډېرې عامې دي چې د ۱۹COVID- په جدي بڼه اخته وي.

د «هومکا» په نوم انټرنېټي سایټ د «پر سترګو باندې د کرونا اغېزې» تر سرلیک لاندې مطلب کې لیکلي: «کله چې کرونا ویروس د یوه کس سترګو دننه شي، نو خامخا به په دې ناروغۍ اخته کېږي او ساري هم بلل کېږي؛ ځکه هغه خپلې سترګې لمس کوي او له ځایونو او کسانو سره هم په تماس کې وي. دغه ناروغي معمولاً د تبې، ټوخي، خارښ او د سترګو پړسوب په څېر اغېزې له ځان سره لري.»

«له محب ناروغانو د ملاتړ موسسې» د «پر سترګو د کوویډ – ۱۹ اغېز» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې لیکلي: «پر سترګو د کرونا اغېز لکه سوروالی، د سترګو سوروالی د کوویډ-۱۹ ناروغۍ یو له نادره عوارضو یا د کرونا د نوې بڼې له نښو ده.»

سرچینې لیکلي: «د شته معلوماتو پر بنسټ، ډاکتران پر دې باور دي چې پر کرونا له یو تر ۳ سلنې ‎اخته کسان په ملتحمه یا د سترګو په سوروالي اخته کېږي. دا هغه وخت پېښېږي کله چې د ملتحمه په نوم بافتي ویروس د سترګو سپینه داخلي برخه وپوښي.»

په دغه مطلب کې ویل شوي، سوروالی، پړسوب او خارښ هغه نښې دي چې د کرونا ویروس سترګې زیانمنوي.

خو د طب برخې پوهانو دغه موضوع تایید کړې او وایي، د لنډ مهال لپاره سترګې سرې وي، خو بېرته رغېږي.

د کابل ښار په انتاني روغتون کې متخصص او ټرېنر ډاکټر فریدالله عمري په دې اړه پژواک ته وویل: «د سترګو سوروالی د کرونا له جدي نښو څخه نه دی، خو هغه څېړنې چې ترسره شوې، د کرونا پنځه سلنه ناروغانو د سترګو له سوروالي سره مخ کېږي، خو دا د کرونا له کمزورو نښو دی.»

د هغه په ​​وينا، په کرونایي ناروغانو کې د سترګو سوروالی موقتي وي او په دې ناروغۍ کې نه يوازې د انسان د بدن يو سيسټم، بلکې د بدن ډېری سيسټمونه لکه هاضمه، زړه، تنفسي، عصبي او د سترګو سيسټمونه هم اغېزمنېږي.

نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې د یادې ناروغۍ پر مهال د سترګو د سوروالي نښې ورته پیدا کېږي، د سترګو د قطرې سپارښتنه ورته شوې، خو د سترګو دغه سوروالی د تل لپاره نه پاتې کېږي.»

په ورته مهال، په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت د کنټرول مسوول او د کووېډ -۱۹ ټرېنر ډاکتر حشمت‌الله فیضي وایي: «د کرونا په ناروغۍ کې د سترګو سوروالی موجود وي؛ دا نښې په هغو خلکو کې راڅرګندېږي چې کمزورې نښې ولري، کله چې ناروغ په روغتون کې بستر شي، دا نښې او نښانې نه لري، ځکه چې ناروغ اکسیجن ته اړتیا لري.»

د فيضي په خبره، د کرونا په نوې بڼه کې هغه کسان چې خفیفې نښې ولري، د سترګو سوروالی هم ورته پیدا کېږي، خو دا سل په سلو کې نه ده، په نوې بڼه کې چې اومېکرون نومېږي، دا ډول نښې شته.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د دې موضوع په تاییدولو سره وویل: «د کووېډ-۱۹ په ډولونو کې د سترګو سوروالی د امېکرون بڼې یوه له مهمو نښو ده.»

هغه په یو پیغام کې داسې سپارښتنه وکړه: «زموږ سپارښتنه دا ده چې خلک باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي او که د کرونا نښې نښانې ولري، باید ځان قرنطین او یا هم د وضعیت په خرابېدو سره نږدې روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي.»

په ایران کې د سترګو متخصص ډاکټر علي رضا نادري په خپله ویب پاڼه کې د «کرونا او سترګې» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

هغه لیکلي، د شته موندنو پر بنسټ، د کووېډ-۱۹ له یو تر ۳ سلنې ناروغان په کنژنکتیویټ (د سترګو له سوروالي) سره مخ کېږي. کنژنکتیویټ هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې ملتحمه ویروس په سترګو کې راڅرګند شي.

Views: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.