چارواکي له مخابراتي شرکتونو سره د مکالماتي او انټرنېټي بیو پر کمولو غږېدلي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره د مکالماتي او انټرنټي بېو پر ټیټوالي خبرې کړې دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره د مکالماتي او انټرنټي بېو پر ټیټوالي خبرې کړې دي.
د افغانستان کابینې ځانګړو پلاوو ته دنده وسپارله چې د «امارتي کارکوونکو او مسوولینو» د ګومارنې او ګوښه کولو اسناد او اصول او بهرمېشتو افغانانو ته د تذکرو وېش، تاییدي او د بیې څرنګوالی وارزوي.
د فراه ولایتي روغتون مسوولین وايي، د ماشومانو څانګه یې متخصص ډاکټر نه لري او ډېر وخت ناروغان کندهار یا هرات ولایتونو ته لېږي.
د لوګر ولایت د کليو پراختیا ریاست مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ په خروار ولسوالۍ کې پر ۸۰۰ بېوزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د اروزګان ولایتي مسوولین وایي، په ګېزاب ولسوالۍ کې سېلابونو يو کوماز موټر وړى چې پکې سپاره پنځه کسان مړه شوي دي.
د پکتيا ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د يوې شپږ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې د پلار په وينا يې، په ډبرو سنګسار شوې ده.
د ننګرهار ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د پرلهپسې اورښت له امله يو کور په بشپړه توګه نړېدلی چې ٧ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې او ١٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د لغمان په الینګار ولسوالۍ له ۶۷۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ایران د انرژۍ وزیر علياکبر محرابیان ویلي، ډېر ژر به افغانستان ته رسمي سفر وکړي او له افغان چارواکو سره به د هلمند سیند حقابې پر موضوع وغږېږي.
ټاکل شوې ده، چې په واشنګټن کې د (افغانستان- امریکا مشورتي مېکانیزم) تر نامه یوه اداره پرانستل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکایي پلاوي سره یې پر کنګل شوو پیسو او ځینو نورو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د دغه هېواد ځواکونو د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو غوره نظامي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل.
د اسلامي امارت مشر وایي چې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت خلاف خورا ډېر تبلیغات شوي او پر ځای یې جمهوریت ته دعوت شوی او زیاتوي چې د خلکو له خوا جوړ شوي قوانین د تطبیق وړ نه دي.
په غزني ولایت کې د اغاخان بنسټ د یو شمېر تاریخی ابدو رغولو ته لېوالتیا ښودلې ده. د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، نن (چهارشنبه) د اغاخان فرهنګي بنسټ د مشر…
رئیس الوزراء د پاکستاني علماوو پلاوي سره په کتنه کې ويلي، اوس په افغانستان کې عالمان واکمن دي او دوی تر بل هر چا د علم په ارزښت او اړتیا زیات پوهېږي او په دې اړه لا هم مشورې او هڅې دوام لري چی د تعلیم په برخه کې نور کار هم وشي.
د کندوز د سپینزر دولتي شرکت مسوولین په تېرو ۱۱ میاشتو کې د دغې ادارې د ۴۷ سلنې عوایدو ډېرېدو خبر ورکوي. د یاد دولتي شرکت مسوولین د دغه شرکت د عوایدو لوړېدو لامل له…
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له لوري د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د يوه کاریز د ترمیم او د دوو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.…
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي شکايت کوي چې د ښار مختلفو برخو کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. دوی له ولايتي ادارې او امنيتي مسوولينو…
د افغانستان د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو د اتحادیې شورا، د خپلو هغو پورونو غوښتنه وکړه چې له مودو راهیسې پر سکتوري وزارتونو پاتې دي. هغوی نن (چهارشنبه) په کابل کې یوه خبري ناسته کې…
د طب پوهان، د کرونا ناروغانو لپاره د «توسیلېزومب امپول» د اغېزناکتوب په اړه خپاره شوي مطالب تاییدوي او وايي، دا امپول د کرونایي ناروغانو لپاره د مرستندویه درمل په توګه کارول کېږي.
ځینې سرچینې وایي، پاکستان هڅه کوي د واخان په سیمه کې پر افغانستان د ترانزیټي لار نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي، له دې امله باید حکومت د واخان دهلېز موضوع ته جدي پام وکړي؛ ځکه چې په داسې مسایلو کې «غیرفعال سیاست» او نه پاملرنه د زیان لامل ګرځي.
د بامیان اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله کرنیزو ځمکو ته یې درانه زیانونه اوښتي دي.
د بغلان د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، د ځمکې لاندې اوبو سطحې د کښته کېدو له امله يې په دغه ولایت کې د ژورو څاهګانو پر کیندلو بندیز لګولى دى.
د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د وروستیو ۲۰ کلونو جګړو او نا امنیو له امله له ټولو امکاناتو بې برخې وو، اوس د روغتیايي امکاناتو له نشتونه شکایت کوي.