منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېرو ۱۱ میاشتو کې د سپین‌زر دولتي شرکت په عوایدو کې ۴۷سلنه زیاتوالی راغلی

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۰۳ کتنې · تازه شوی

کندوز (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د کندوز د سپین‌زر دولتي شرکت مسوولین په تېرو ۱۱ میاشتو کې د دغې ادارې د ۴۷ سلنې عوایدو ډېرېدو خبر ورکوي.

د یاد دولتي شرکت مسوولین د دغه شرکت د عوایدو لوړېدو لامل له فساده مخنیوی، له زورواکو د غصب شوو ځکمو بېرته راګرځول او له عایداتي سرچینو اغېزناکه استفاده یادوي.

د سپین‌زر دولتي شرکت د پلان او پالیسۍ امر محمداصغر میهن‌یار وویل، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د سپین‌زر دولتي شرکت ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید لاسته راوړي چې دا رقم د تېر کال په ۱۱ میاشتو ۲۶ میلیونه افغانۍ وې.

د میهن‌یار په خبره، ډېری دغه عواید یې د یاد شرکت له املاکو چې په کابل، تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو کې موقعیت لري، لاسته راوړي دي.

هغه دیادې ادارې د عایداتي سرچینو د فعالولو لپاره چې د سپین زر تولیدي فابریکه پکې شامله ده، د هڅو خبر ورکوي.

هغه وویل: «د سپین زر دولتي شرکت د اسلامي امارت له راتلو وروسته ۵۵ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي چې دا رقم تر هغې ۱۱ میاشتې مخکې موده کې ۲۶ میلیونه افغانۍ وې، که سره پرتله شي نو ۴۷ سلنه د عوایدو ډېروالی ښيي، دغه عواید له ملکیتونو لکه دوکانونو، سرایونو، او کرنیزو ځمکو لاسته راغلي دي.»

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي امارت په راتلو سره د یادې ادارې ډېر ملکیتونه چې د زورواکو او د حکومت مخکنیو چارواکو له خوا غصب شوي وو، بېرته راګرځول شوي چې له دې درکه د دولت خزانې ته ښه عاید لاسته ورغلی دی.»

په دغه حال کې، د کندوز اوسېدونکي د  سپین زر دولتي شرکت د عوایدو له ډېرېدو هرکلی کوي او د یادې ادارې له مسوولینو غواړي، څو د دغه شرکت اساسي برخې لکه د غوړیو د تولید، پنبې، صابون جوړولو او نورې برخې هم فعالې کړي.

د کندوز یو اوسېدونکی جمیل وایي: «د سپین زر شرکت د عوایدو ډېروالی د ټول هېواد په ګته دی، په تېر حکومت کې ورته پاملرنه نه وه شوې، اوس چې روڼتیا راغلې موږ خوښ یو؛ دا چې ډېر خلک بېکاره دي، که دغه راټولې شوې پیسې د سپین زر فابریکې پر فعالولو مصرف شي، خلکو  ته به د کار زمینه برابره شي او هم به هېوادوال د هغو له تولیداتو استفاده وکړي.»

د کندوز یو بل اوسېدونکی احمد بابر د سپین زر شرکت د عوایدو له زیاتوالي خوښ دی او له مسوولانو غواړي چې راټول کړي عواید دې د سپین زر فابریکې پر فعالولو مصرف کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سپین زر دولتي شرکت په تېرو وختونو کې سربېره د املاکو له عوایدو، د سپین زر فابریکې د تولیداتو له لارې هم د پام وړ عواید لاسته راوړل؛ خو دغه فابریکه له ډېرو کلونو راهیسې غېر فعاله ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد