جلال اباد (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي شکايت کوي چې د ښار مختلفو برخو کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
دوی له ولايتي ادارې او امنيتي مسوولينو غوښتنه لري چې د روږدو کسانو درملنه وکړي، څو نور ځوانان پر نشو روږدي نه شي.
بلخوا د ښار اوسېدونکي، په ځانګړې توګه هټۍوال شکايت کوي چې همدغه روږدي کسان ترې هره ورځ توکي غلا کوي.
محمد رسول چې د بې روزګارۍ او کورنيو ستونزو له امله پر نشه يي توکو روږدی شوی، له حکومته غواړي چې ځوانانو ته کار پيدا کړي او د روږدو کسانو درملنه وکړي.
يو بل روږدی کس عزتالله له کورنيو غواړي چې پر خپلو ځوانانو څار وکړي او پرې نه ږدي چې بېځايه او له ناسمو ملګرو سره د ګرځېدو له امله پر نشو روږدي شي.
بل لور ته د جلالاباد ښار د چپرهار زړې اډې سيمې يو دوکاندار جلندرخان وايي، هره ورځ د دوی په ساحه کې - چې د روږدو کسانو د اوسېدو ځای ته نږدې ده - له يوه يا دوو هټۍوالو روږدي کسان غلا کوي.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی معين خان له امنيتي ادارو غوښتنه لري چې د روږدو کسانو مخه ونيسي او دغه راز له روغتيايي چارواکو غواړي چې د هغوی درملنې ته پاملرنه زياته کړي.
بلخوا د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د عامې روغتيا له رياست سره په ګډه يې د دې چارې د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز مني چې په جلال اباد ښار کې د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی خو دوی يې د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.
دی وايي: «اوس الحمدالله ننګرهار کې امنيتي وضعيت ښه شوی؛ خو لويه ستونزه چې ده هغه د روږدو کسانو ډېروالی دی، دا د امنيتي ادارو مسووليت دی چې مخه يې ونيسي، خو دا چې د روږدو کسانو يوازې نيول د حل لار نه ده، بايد د روږدو درملنه وشي، نو موږ د روغتيا له رياست سره په دې برخه کې ګډ کار کوو.»
د يادولو ده، څه موده وړاندې په ننګرهار کې د کورنيو چارو وزارت له لوري د روږدو کسانو د نيول کېدو او درملنې کمپاين هم پيل شو و چې لسګونه روږدي کسان يې د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










