ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هندوستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ ۲۵ تنه افغانان هېواد ته ستانه شول

د هندوستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ ۲۵ تنه افغانان هېواد ته ستانه شول

author avatar
29 Jul 2022 - 00:04
د هندوستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ ۲۵ تنه افغانان هېواد ته ستانه شول
author avatar
29 Jul 2022 - 00:04

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د هندوستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوي، ۲۵ تنه افغان محصلین هېواد ته راستانه شول.

د دغه وزارت لخوا د زمري په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېر حکومت ۲۵ تنه پوځيان، چې پخوا د پوځي زده کړو لپاره هند ته تللي وو .

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی دهندوستان د  «IMA» پوځي اکاډمۍ څخه له ۱۸ میاشتنۍ پوځي او مسلکي زده کړو وروسته د ملي دفاع وزارت د مشرتابه په هڅو بيرته هېواد ته راستانه شول.

سرچینې زیاته کړې چې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ملي دفاع وزارت د مسوولینو لخوا ددغو محصلینو هرکلی وشو.

د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو رییس مفتي روح الله عمرهېواد ته د دغو سرتېرو د راستنېدو د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د ملي دفاع وزارت او ستر درستيز رهبري به د دوی له تجربو څخه په پوځي، مسلکي او تخصصي برخو کې استفاده وکړي.

سرچینې زیاته کړې، دغو فارغانو هېواد ته د راستنېدو او خدمت په اړه د اسلامي امارت له ملي دفاع وزارت د باور کولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د دوی له تجربو او لاسته راوړنو څخه به د اسلامي نظام د خدمت په لاره کې ګټه پورته کوي.

Visits: 461

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.