منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۷ غ.و
۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

غزني کې توپان او سېلابونو ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او زرګونه جریبه ځمکې یې ویجاړې کړې دي

تېره ورځ او شپه د غزني د مرکز ترڅنګ په مقر، ګیلان، آب بند، رشیدان، زنخان، ده یک، اندړ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې اورښت، توپان او سېلابونو ۱۱ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ترڅنګ زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.

غړي

  «اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي»

د اسلامي امارت مشر، په اختریز پیغام کې هېواد ته له راګرځېدونکو افغانانو سره د کړو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی، وایي، اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ټولو هېوادوالو حقونو ورکولو او د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د  ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کېږي.

غړي

یونیسف: د دایکنډي ۳۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس­رسی نه لري

په دایکنډي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ولایتي مسوولین وايي، د دوی یو کلنې څېړنې (د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه) ښيي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس­رسی نه لري.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر قطر ته ولاړ

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی. ملي ټلوېزیون د چنګاښ په ۱۴مه خبر ورکړی چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د یو لوړپوړي…

نور راپورونه