ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار چارواکي: د ولسوالیو امنیتي کسان دې له وسلو سره ښار ته نه داخلیږي

د کندهار چارواکي: د ولسوالیو امنیتي کسان دې له وسلو سره ښار ته نه داخلیږي

author avatar
5 Jul 2022 - 22:13
د کندهار چارواکي: د ولسوالیو امنیتي کسان دې له وسلو سره ښار ته نه داخلیږي
author avatar
5 Jul 2022 - 22:13

کندهار ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱) :د کندهار امنیتي چارواکو د ټولو ۱۹ ولسوالیو له امنیتي کسانو غوښتي چې د اختر په رارسېدو سره دې ښار ته د وسلو او تورو ښيښو لرونکو موټرو سره نه داخلیږي .

د کندهار ولایت مقام وایي، امنیې قوماندانۍ ځکه دا ګام پورته کړی چې د اختر په شپو او ورځو کې په ښار کې پوره امنیت ډاډمن او د غلو مخه هم ورسره نیول شوې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ښار کې سر له نن سه شنبې څخه د امنیتي ځواکونو تلاښۍ او ګزمې زیاتې شوې او د ښار په ډېرو برخو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوې دي.

د امنیې قوماندانۍ په خبرتیا کې ویل شوي، که چیرې له ولسوالیو څخه هر امنیتي کس له وسلې او یا تورو ښيښو لرونکو موټرو سره داخل شي د موټر هنداري به یې پاکې او وسلې به یې ضبطېږې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو د امنیتي ځواکونو له یونیفورم او جعلي کارټونو څخه په استفادې وسلې والې غلاوې تر سره کړي چې له دې ډلې څخه دوه تنه غله دوې ورځې وړاندې د ارغنداب په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وو.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.