ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او پاکستاني سوداګر په سوداګرۍ کې د ستونزو پر هواري غږېدلي

افغان او پاکستاني سوداګر په سوداګرۍ کې د ستونزو پر هواري غږېدلي

author avatar
6 Jul 2022 - 02:01
افغان او پاکستاني سوداګر په سوداګرۍ کې د ستونزو پر هواري غږېدلي
author avatar
6 Jul 2022 - 02:01

کندهار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغان سوداګرو یو پلاوی له ډيورنډ کرښې پورې غاړه چمن ته تللی و او هلته یې د سوداګرو او پانګوالو په ګډون له پاکستاني پلاوي سره د سوداګرۍ پر ستونزو خبرې کړې دي.

ځایي سرچینې وایي چې په یاده ناسته کې د کندهار د سوداګرو په استازیتوب د وچې مېوې اتحادیې رییس عبدالاحد صدیقي، د تېلو پمپونو اتحادیې رییس مسعود راحت او یو شمېر نورو سوداګرو ګډون کړی درلود.

په غونډه کې د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو سوداګرو او پانګوالو خپلې ستونزې، حللارې او وړاندیزونه سره شریک کړل.

د کندهار وچې مېوې اتحادیې رییس عبدالاحد صدیقي وویل، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون (اپټا) باید ژر تر ژره تمدید شي او په دې برخه کې پخوانۍ ستونزې له منځه ولاړې شي.

د هغه په خبره، اکثره وخت د افغانستان موټر له ډيورنډ کرښې پورې غاړې د ډېرو ورځو لپاره درول کېږي چې وروسته سوداګر له ګمرکي ډیمبریج یا ماليې زیانمن کېږي نو لازمه ده چې دا ستونزه ژر حل شي.

صدیقي وایي، دغه راز په چمن کې د موټرو له سکېن څخه وروسته هم د پاکستاني ځواکونو له خوا د وارداتيژ مالونو موټر په فزیکي بڼه کتل کېږي چې دا کار باید ونه شي.

د کندهار د تېلو پمپونو اتحادیې رییس مسعود راحت هم وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د وېزو په برخه کې هم باید اسانتیاوې زیاتې شي او دغه راز سوداګریزه لار باید د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه وي.

د هغه په خبره، له افغان سوداګرو د مبدا سند غوښتل باید لغوه شي؛ ځکه چې افغانستان دا سند د پاکستان له صادراتو نه دی غوښتی.

هغه دغه راز پاکستاني سوداګرو ته هم بلنه ورکړه چې په افغانستان کې په دې ډول غونډو کې له دوی سره ګډون وکړي او د سوداګرۍ پر پراختیا خپل نظریات شریک کړي.

پاکستاني سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې له منځنۍ اسیا پاکستان ته د تېل او ګاز د ترانزیټ اجازه ورکړي او دغه راز د سیمې هېوادونو د یوه ګډ سوداګریز مرکز پر جوړېدو یې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې که څه هم کومه پرېکړه نه ده اعلان شوې خو ټینګار پر دې شوی چې دواړه لوري باید نړۍوال سوداګریز سیسټمونه تطبیق کړي او یو ګډ بانکي نظام ته اسانتیا برابره شي.

د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې سوداګر پر داسې مهال د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه غونډه کوي چې اکثره وخت په دې موسم کې چې په کندهار کې تازه مېوې حاصل ته رسېږي، د لارې بندېدو ستونزه رامنځته کېږي

Visits: 183

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.