پکتیا کې د ځینو جرمونو په تور ۶ کسان نیول شوي
د پکتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۴ کسان د حکومت وسله والو مخالفینو ته د تبلیغاتو او دوه نور د یوه صراف د تښتولو په تور نیول شوي دي.
د پکتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې ۴ کسان د حکومت وسله والو مخالفینو ته د تبلیغاتو او دوه نور د یوه صراف د تښتولو په تور نیول شوي دي.
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې دېوال چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سيمه کې دوه وسله وال غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان دې هېواد ته راستانه شي څو د مسلک مطابق پر دندو وګومارل شي او خلکو ته خدمت وکړي.
اروپايي ټولنې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د د يو ميلیون یورو او ټایوان هېواد د یو میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.
د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، د هندوستان په مرستو دوه نورې، د ا یران درېيمه او د متحده عربي اماراتو لومړۍ الوتکه هېواد ته رارسېدلې دي.
د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې د دویمې زلزلې له امله پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر یولسو زیات ټپیان شوي. د ملي راډیو تلویزیون رئیس احمدالله وثیق په خپله تویترپاڼه کې لیکلی،…
د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې له ګوانتانامو زندان څخه د اسدالله هارون په نامه یو تن افغان خوشې او دوی ته سپارل شوی دی. د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چنګاښ…
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د یوناما مشر رامزالاکبروف وایي، په افغانستان کې بېکاري کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې به د غربت…
ملګري ملتونه وایي چې ددوی د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه زلزله چې مرکز یې له خوست ولایت څخه…
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له رییس الوزراء ملا حسن اخند سره پر ټیلېفون له زلزله ځپلو سره پر بېړنیو مرستو خبرې کړې دي. دوه شپې مخکې د افغانستان په یو شمېر سوېل ختیځو…
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو د تنظیم په موخه یې د خپل سفارت یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې ده. تېر کال په کابل…
د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د لسو غورو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې. زابل د کرکټ بورډ ولایتي مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، د مجید…
په هلمند ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د برېښنا شرکت پنځو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین خبر ورکوي چې دا پېښه نن…
د بامیان امنیې قوماندانۍ په یاد ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ مړي موندلو خبر ورکړی دی.
د اروزګان د ساختماني شرکتونو مسوولین وايي، د تېر حکومت پر مهال د پیل شوو نیمهکاره پروژو له درکه یې میلیونونه افغانۍ پاتې دي او د نوي حکومت له راتګ سره د کار هیڅ ډول زمینه نه ده ورته برابره شوې.
کورنیو چارو وزارت وایي، يواځې د ډاياک عمومي مدیریت وسلو او زرهي موټرو ته د جواز ورکولو صلاحيت لري؛ نورې ادارې دې په دې برخه کې د جواز له ورکولو ډډه وکړي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې تېر کال څه باندې ۳۶ زره کسان د ملاريا پر ناروغۍ اخته شوي خو څوک يې مړه کړي نه دي.
د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۸ اعشاريه ۵ میلیون ډالرو په ارزښت، د يوه استحکامي پله د جوړېدو کارونه پيل شول.
په کندهار کې نن (د چنګاښ ۲مه) لسګونو ځوانانو او دیني عالمانو په پکتیکا، پکتیا او خوست کې د زلزلې قربانیانو ته د دعا په موخه د قرانکریم ختم وکړ.