ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رامز الاکبروف د امنیت شورا غونډې ته: په افغانستان کې بیکاري ۴۰ سلنه زیاته شوې

رامز الاکبروف د امنیت شورا غونډې ته: په افغانستان کې بیکاري ۴۰ سلنه زیاته شوې

author avatar
24 Jun 2022 - 03:39
رامز الاکبروف د امنیت شورا غونډې ته: په افغانستان کې بیکاري ۴۰ سلنه زیاته شوې
author avatar
24 Jun 2022 - 03:39

اټلانټا (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱) :  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست استازي او د یوناما مشر رامزالاکبروف وایي، په افغانستان کې بېکاري کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې به د غربت کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي.

نوموړي دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشی د وروستي راپور په اړه جوړه شوې وه.

هغه په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د زیانونو او مرستو ترڅنګ پر بشري بحران، اقتصادي بحران او د بشري حقونو پر موضوعاتو په تفصیل سره رڼا واچوله.

اکبروف وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اوس هم په خطرناک حالت کې دی؛ د عمومي عفوې او بار بار ډاډګیرنو ورکولو سره سره یوناما اوس هم د  پخواني حکومت د ځینو کارکوونکو د وژلواو او ورسره د ناسم چلند په اړه باوري ادعاوې ترلاسه کړې دي.

سرچینې زیاته کړه چې دغه راز یوناما داسې باوري ادعاوې هم ترلاسه کړې چې له ځینو کسانو سره له داعش سره د اړیکو په تړاو ناسم چلند شوی دی.

د یوناما مشر په ټینګار سره ویلي چې سرپرست حکومت باید د دا ډول سرغړونو مخنیوی وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت د دې تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ویلي وو: «اسلامي امارت» یو مسؤول نظام دی عدلي او قضايي ارګانونه لري او په خبره یې هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو څخه بررسي شي.

اکبروف، ادعا کړې چې سرپرست حکومت په دوامداره توګه بشري حقونه محدود کړي، د سوله ییزو غونډو ازادي نه ورکوي، د نظر او اظهار ازادي یې محدود کړي او دغه راز یې مدني فعالیتونه هم محدود کړي دي.

هغه وایي، دا محدودیتونه ډیری پر ښځو او نجونو لګول شوي او د افغانستان پر ټولنیزو سیاسي او اقتصادي ژوند کې یې د هغوی ښکېلتیا متضرره کړې ده.

ده وویل، یوناما د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي.

د یوناما مشر وایي، د افغانستان بله ستونزه اقتصادي بحران دی؛ اقتصادي کچه له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې او عاید له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې ټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د هغو کورنیو شمیره ۵۰ سلنه کمه شوې چې هره میاشت یې پيسې ترلاسه کول.

ده وویل، بېکاري ۴۰ سلنه زیاته شوې او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې به د غربت  کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي. دغه راز  ۸۲ سلنه کورنۍ قرضداره شوي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ويلي، د امريکا د متحده ايالتونو له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول او د افغانستان پر بانکي او ځينو نورو برخو کې محدوديتونه وضع کول، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو مهم لاملونه دي.

اکبروف د اقلیم په اړه وویل چې دویم کال لپاره افغانستان کې وچکالي ده، د دې ترڅنګ سیلابونو او ځینو ناروغیو هم وضعیت خراب کړی دی.

هغه په افغانستان کې د لوږې د مخنیوي په موخه د لرې پرتو سیمو پر اوسیدونکو د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د یوناما مشر وویل، د افغانستان خلک دندې غواړي څو عاید ترلاسه کولو سره ژوندي پاتې شي؛ دغه راز دوی د اقتصادي بحران د مخنیوی لپاره اوږدمهاله پلانونه غواړي څو راتلونکی یې خوندي وي.

دغه راز افغانان د خپل ځان او اولادونو خوندیتوب غوښتنه هم کوي.

د امنیت په اړه اکبروف وویل چې امنیت افغانستان کې د وړاندوینې وړ نه دی، د افغانستان دسرپرست حکومت د ځواکونو او ځینو وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کیږي؛ په ځانګړې توګه په بغلان او پنجشیر کې؛ دغه راز د چاودنې، هدفي وژنو او داسې بریدونو راپورونه هم ورکول کیږي چې مسوولیت یې داعش ډلې اخلي.

هغه وویل، د تېر کال په پرتله داعش بریدونه کوي، خو د فعالیت ساحه یې له شپږو ولایتونو څخه ۱۱ ولایتونو ته پراخه شوې ده.

ده زیاته کړه: «راتلونکي کې ننګونې ډیرې دي، خوږ موږ باید صبر وکړو او حوصله ولرو.»

Visits: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.