ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

په زابل کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

author avatar
23 Jun 2022 - 22:00
په زابل کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
author avatar
23 Jun 2022 - 22:00

کلات (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د لسو غورو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوې.

زابل د کرکټ بورډ ولایتي مسوول محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، د مجید خان زابلي په نامه دا سیالۍ د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې او ۱۳ ورځې به دوام لري.

هغه زیاته کړه، له دې سیالیو څخه موخه ځوانو لوبغاړو ته د لوبو چانس ورکول او کرکټ لوبې ته د ځوانانو هڅول دي.

نوموړي وویل ، چې په دې ولایت کې یې ځوانو لوبغاړو لپاره معیاري لوبغالی برابر کړی او ترڅنګ یې یوه اګاډمي هم فعاله کړې ده.

محبت وایي، د امهال د مرکز کلات سربیره ددې ولایت په ارغنداب، میزانه، ښارصفا، شاه جوی، شملزو، شینکۍ او سیوري ولسوالیوکې  د کرکټ مسوولین لري او هلته فعالیت کوي.

د دې سیالیو د پیل مراسمو پرمهال دزابل سرپرست والي سلیمان آغا بهیر وویل چې دې سیالیو سره به ځوانانو ته د سالمي تفریح زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، چې د لوبې او لوبغاړو ملاتړي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

په زابل کې د کرکټ یوتن روزنکي احمدولي وايې، چې په دې ولایت کې کرکټ ښه وده کړې او ځوانان دې لوبي ته زیاته مخه کړې ده.

نوموړي وايي، چې دزابل دکربکټ په اکاډمۍ کې په ورځني ډول تر ۳۰ پورې لوبغالي راځي، چې دروزنکو لخوا ورته دکرکټ په مسلکي ډول روزنه ورکول کیږي.

دکرکټ یو لوبغاړي دلاورخان پژواک خبري آژانس ته وویل، چې سږکال یې دسیالیو پیل په یوه معیاري لوبغالي کې وکړې، چې ځوانان به لاهم ورسره کرکټ ته وهڅول شي.

Visits: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.