ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهباز شریف او ملا محمد حسن له زلزله ځپلو سره پر مرستو خبرې وکړې

شهباز شریف او ملا محمد حسن له زلزله ځپلو سره پر مرستو خبرې وکړې

author avatar
24 Jun 2022 - 00:31
شهباز شریف او ملا محمد حسن له زلزله ځپلو سره پر مرستو خبرې وکړې
author avatar
24 Jun 2022 - 00:31

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له رییس الوزراء ملا حسن اخند سره پر ټیلېفون له زلزله ځپلو سره پر بېړنیو مرستو خبرې کړې دي.

دوه شپې مخکې د افغانستان په یو شمېر سوېل ختیځو ولایتونو کې د ریختر ۶،۱ درجې زلزله وشوه چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له ارګه د چنګاښ په ۲مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند سره نن ماښام ټیلېفوني خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي امارت رئیس الوزرا ته په خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې او طبیعي پېښو له امله د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب په رامنځته شوو انساني او مالي زیانونو خواشیني وښوده او د هر اړخیزو همکاریو او مرستې ډاډ  یې ورکړ.

شهباز شریف ویلي، په دې سخت وخت کې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي او له ټپیانو سره د بېړنیو مرستو لپاره یې د انګور اډې او غلام خان بندر دروازې د هغوی پر مخ پرانیستې دي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، له پېښې سمدستي وروسته یې سیمې ته د مرستې لومړۍ بسته رسېدلې او اړوندو ارګانونو ته یې دنده سپارلې چې نور اړتیا وړ توکي هم برابر کړي او ورسوي.

شهباز شریف دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د رغونې لپاره به په نړیوال سټېج کې د امریکا متحدو ایالتونو له لوري د افغانستان د ګنګل شوې پانګې د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پاکستان لومړي وزیر له غمشریکۍ څخه مننه وکړه، وې ویل، دا چې په دې سخت وخت کې پاکستان د یو مسلمان ورور هېواد په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی، موږ یې قدرداني کوو.

هغه ویلي، زلزلې، واورې او سېلابونو د افغانستان ګڼ ولایتونه ځپلي او سمدستي حکومت، سوداګرو، خیریه موسسو او خیرخواه خلکو د خوست او پکتیکا له خلکو سره خپل وس مرسته کړې او له زیانمنو سره د راتلونکو مرستو د ارزونې لپاره یې خپل ټیمونه سیمې ته استولي دي.
ملا حسن ویلي، افغانستان له طبیعي پېښو څخه ډ‌ېر زیانمن شوی دی، نړۍ او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره عاجله مرسته وکړي.

Views: 423

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.