2022
راپورونه
بدخشان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
د بدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو لسګونه کورونه، کرنيزې ځمکې او دغهراز د دغه ولايت په بهارک او وردوج ولسواليو کې دوه عمومي سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
په وروستیو درېیو میاشتو ۶۰ زره سیلانیانو له بامیان څخه لیدنه کړې ده
د بامیان مسوولین وایي، په وروستیو درېیو میاشتو کې له یاد ولایته شاوخوا ۶۰ زره داخلي او بهرني سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د ننګرهار د کانال ریاست عوايد ۲۰ سلنه لوړ شوي
د ننګرهار د کانال رييس وايي، د وړم مالي کال په پرتله د دغه رياست په عوايدو کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی چې یو لامل يې له خصوصي سکټور سره يو ځاى کار کول دي.
ستانکزی: ایران دې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې ایران دې له افغان کډوالو سره چلند نور هم نرم او بشردوستانه کړي او اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.
یوې افغانې داسټرالیا پارلمان ته لاره ومونده
یوه افغانه چې د اسټرالیا تابعیت لري، توانېدلې چې په خپله ټاکنیزه حوزه کې د ډېری رایو په اخیستو سره، د یاد هېواد سنا مجلس ته لار ومومي.
له پاکستانه راستانه شوي کډوال: حکومت دې د کورونو په جوړولو کې راسره مرسته وکړي
په پکتيا ولايت کې له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي چې حکومت دې د کورونو په بيارغولو، ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.
اروزګان کې سلګونه کسان د کانالونو پاکولو په برخه کې پر کار ګومارل شوي
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ UNFAO په مالي او د افغانستان بیا ودانولو موسسې/ANCC په تخنیکي ملاتړ، ۱۶۰۰ کسان د ویالو او کانالونو پاکولو په برخه کې پر کار ګومارل شوي دي.
هرات کې ځیني بېوزله خلک د مرستو له وېشه شکایت لري
په هرات ولایت کې یو شمېر بېوزله اوسېدونکي چې له څو میاشتو راهیسې یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، د مرستو د وېش په اړه شکایت لري.
نورستان کې نږدې ۵۰ ښوونکي په دندو کې د غفلت له امله منفک شوي
د نورستان د پوهنې ریاست وايي، د یوې ارزونې په پایله کې یې د دغه ریاست په چوکاټ کې نږدې ۵۰ دایمي غېر حاضر ښوونکي او نور کارکوونکي په نښه او له دندو لرې کړي دي.
ننګرهار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۲۸ نور ټپيان دي
د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ په بازار کې د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د پنځو امنيتي کسانو په ګډون ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت کابل کې اهل هنودو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ
د کورنیو چارو وزارت چارواکي په کابل کې پر درمسال د برید سیمې ته تللي، له اهل هنودو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د امنیت په تړاو د ډاډ ورکولو ترڅنګ یې، د برید له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰زره افغانۍ هم ورکړې دي.
هغه دوه کسان نن الوتکه کې سعودي ته لېږل کېږي چې پر بایسکل حج ته روان شوي وو
هغه دوه افغانان چې حج ته پر بايسکل روان و، خو د ایران او عراق پر پوله څه ستونزو سره مخ شول، نن د کورنيو چارو د سرپرست وزير په لګښت سعودي ته روانېږي.
شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسلهوالو څلور ځوانان وژلي
په شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسلهوالو څلور رضاکار ځوانان په ډزو وژلي دي.
بریتانیا: په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوو
بریتانیا وايي، د افغانانو په ګډون د هغه چا ملاتړ به ونه کړي چې غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون راولي.
کندهار او کاپیسا کې درې مړي موندل شوي
ځایي چارواکي وایي چې په کندهار او کاپیسا ولایتونو کې درې مړي موندل شوي دي.
کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ووژل
د کابل امنيتي مسوولین وايي، په خواجه بغرا سيمه کې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.

























