ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: ایران دې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي

ستانکزی: ایران دې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي

author avatar
20 Jun 2022 - 16:27
ستانکزی: ایران دې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي
author avatar
20 Jun 2022 - 16:27

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې ایران دې له افغان کډوالو سره چلند نور هم نرم او بشردوستانه کړي او اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې تر پنځه میلیون ډېر افغان کډوال ژوند کوي، خو کله ناکله هلته له افغان کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه خپرېږي او ایران ځیني افغان کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته استوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۴مه ویلي وو چې ایران نږدې ۵۰۰ افغان کډوال په جبري ډول د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته استولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزي نن په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي.

سرچینه لیکي چې په دي ناسته کې د افغان کډوالو، نشه‌یي توکو، معتادینو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوي.

د خبرپاڼې له مخې، ستانکزي له ایرانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې نور هم چلند نرم او بشردوستانه کړي او تسهیلات دې ورته برابر کړي، څو په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له ستونزو سره مخ نه شي.

ستانکزي هیله څرګند کړې چې‎ ایراني لوری افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر ګړندی کړي او دغه هېواد ته تلونکو افغانانو ته د تګ قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.

د راپورونو له مخې، هره ورځ سلګونه افغانان ایران ته ځي خو ګڼ شمېر یې بېرته له دغه هېواده را ایستل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ستانکزي له ایران سره پر مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي وښوده او د لا زیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر په افغانستان کې د نشه‌یي توکو بندېدو له فرمانه هرکلی کړی، ویلي یې دي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان بزګرو سره د هغو د بدیل برخه کې اړینه همکاري وکړي.

د افغانستان سرپرست حکومت د روان کال د وري په ۱۴مه په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه‌یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند کړل.

Visits: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.