بدخشان کې د واده مراسمو پر مهال د خوښۍ ډزو له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د هوايي ډزو له امله، دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د هوايي ډزو له امله، دوه ماشومان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان- بلخ پر لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د اروپایي ټولنې شارژدافیرې، د افغانستان د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ټولنه د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او دغه بهير بايد سياسي نه شي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک انجنیرانو او تخنیکرانو، درې وزرلرونکې الوتکې ترمیم او فعالې کړې دي.
هڅې روانې دي چې د درملو له بیې، خوندیتوب او کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې چارې برېښنایي بڼې ته واوړي.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې سبا د دغه هېواد په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې، د افغانستان نفوس ۴۱ میلیونه اټکل کړی او په چټکۍ سره د نفوسو پر ډېرېدو یې اندېښنه ښودلې ده.
وروسته له هغه چې په چین کې د کرونا ویروس پېښې ډېرې شوې او د حکومت له خوا محدودیتونه ولګول شول، په غبرګون کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه د باران له امله بېنتیجې پای ته رسېدو سره، افغانستان پنځه نمرې ترلاسه کړې او د راتلونکي کال نړۍوال جام ته یې لاره ومونده.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، افریقایي هېواد مراکش د نړۍ دویمې لوبډلې بلجیم ته ماتې ورکړه، کروشیا او کوسټاریکا هم خپلې لوبې وګټلې، خو د جرمني او هسپانیې لوبه مساوي شوه.
د غزني د جغتو ولسوالۍ په پایین سرترګان سیمه کې د عامو خلکو له خوا په خپل شخصي لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پراګ کې د افغانستان سفارت له واکمن نظام سره په اړیکه کې دی او هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي.
د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې د ۶۹ میلیون افغانیو په لګښت، د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې بشپړ شوې او نن د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو او سیمهییزو چارواکو له خوا پرانیستل شو.
د کونړ د جګو غرونو په غېږ کې راګېر پېچ درې ولسوالۍ په زوړ منډۍ کلي کې د یوه کس شپږ بچیان پر ناعلاجه ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان خصوصي سکټور یو ځل بیا له کنګله د افغانستان شتمنۍ د خلاصون غوښتنه کړې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل، ټول افغانان باید د دغه حق لپاره غږ پورته کړي.
د غور مرکز فېروزکوه ښار یو شمېر اوسېدونکي په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
کندهار کې په داسې حال کې د شري واکسین کمپاین پیل شو چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، په دغه ولايت کې «مشهور غل او اختطافکوونکی» احسان له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دى.
په لوګر کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې ۱۱ اوونۍ مخکې د ولایت په کچه پیل شوې وې، د برهکي برک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه څلور کسان یې نیولي چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د چاودنو پلانونه لرل.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې نهه بلوڅ وسلهوال وژلي، خو بلخوا بیا په پښتونخوا کې د یوې نښتې پر مهال دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.…
د افغانستان سرپرست حکومت د بریتانوۍ ورځپاڼې ډي ټيلېګراف هغه راپور رد کړی چې ګواکې د دوی غړو په قطر کې د فوټبال میدانونو په جوړولو کې پانګونه کړې او ډېرې پیسې یې ګټلې دي.…
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن فرانسې، اسټرالیا، ارجنټاین او پولنډ خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، خو فرانسه لومړۍ لوبډله شوه چې دویم پړاو ته یې لاره ومونده.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښو د درې برابره لوړېدو خبر ورکوي او د دغې ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل ترڅنګ، له کورنیو غواړي، څو خپل له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان واکسین کړي.