ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد د قطر لوبغالو جوړېدو کې د اسلامي امارت د غړو د ونډې په اړه خپور شوی راپور رد کړ

مجاهد د قطر لوبغالو جوړېدو کې د اسلامي امارت د غړو د ونډې په اړه خپور شوی راپور رد کړ

author avatar
27 Nov 2022 - 07:06
مجاهد د قطر لوبغالو جوړېدو کې د اسلامي امارت د غړو د ونډې په اړه خپور شوی راپور رد کړ
author avatar
27 Nov 2022 - 07:06

اټلانټا (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د بریتانوۍ ورځپاڼې ډي ټيلېګراف هغه راپور رد کړی چې ګواکې د دوی غړو په قطر کې د فوټبال میدانونو په جوړولو کې پانګونه کړې او ډېرې پیسې یې ګټلې دي.

یادې ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ادعا کړې چې په قطر کې د اسلامي امارت یو شمېر غړو چې لوړ معاشونه یې درلودل، لوی لوی ماشینونه اخیستي او بیا یې شرکتونو ته د ډېرو پیسو په بدل کې په اجاره ورکړي وو.

خو د افغانستان سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یاد راپور رد کړی دی.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي، د یادې ورځپاڼې هغه ادعا له حقیقته لرې ده چې وايي ځينو غړو په قطر کې د لوبغالو په جوړولو کې پانګونه کړې او ډېره ګټه یې کړې ده.

هغه زیاته کړې: «دا ډول پروپاګنډ د غربي رسنیو هغه استخباراتي ماموریت او هڅه ده چې غواړي په یو ډول د اسلامي امارت پر ضد اذهان خراب کړي؛ هلته هيڅ دا ډول معامله نه ده شوې.»

د بریتانیا «ډې ټیلېګراف» ورځپاڼه په قطر کې د طالبانو د دفتر یوې سرچینې په حواله ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر ځینو غړو د فوټبال نړۍوال جام سیالیو لپاره د لوبغالو یا سټېډیومونو جوړولو په پار د ودانیزو تجهیزاتو برابرولو له لارې میلیونونه ډالر ګټلي دي.

د یادونې ده، د فوټبال نړۍوال فدراسیون په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړۍوال جام کوربه‌توب به قطر کوي؛ له هغه وروسته قطر د میدانونو او نورو تعمیراتو پر جوړولو کار پیل کړ.

د ډیلي ټيلېګراف په یوه راپور کې د قطر دفتر د یوې سرچینې په حواله ویلي: «له ۲۰۱۳ میلادي کاله، لوړپوړو طالب چارواکو د سولې له بهیر سره په تړاو لوړې تنخواوې اخیستې او په همدغو پیسو یې د ودانۍ جوړولو لویه ماشینري پېرلې او بیا یې هغو شرکتونو ته په کرایه ورکړي چې دغه لوبغالي يې جوړول.»

سرچینې زیاته کړې چې د قطر دفتر ځینو مشرانو د ودانۍ جوړولو شپږ تر لسو پورې درانه ماشینونه پېرلي وو او له هر ماشینه یې د میاشتې ۱۰۰۰۰ پونډه کرایه ترلاسه کوله.

ورځپاڼه ادعا کوي، د قطر دولت په دوحه کې د طالبانو د دفتر غړو ته د امریکا او ملګرو ملتونو په هوکړه زرګونه پونډه معاش ورکاوه او دغه راز د دوی لپاره لوکس موټر، وړیا روغتیایي خدمات او منظم خواړه برابرېدل.

Visits: 361

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.