ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پوځ د نهه بلوڅ وسله‌والو وژلو ادعا کړې ده

د پاکستان پوځ د نهه بلوڅ وسله‌والو وژلو ادعا کړې ده

author avatar
27 Nov 2022 - 07:41
د پاکستان پوځ د نهه بلوڅ وسله‌والو وژلو ادعا کړې ده
author avatar
27 Nov 2022 - 07:41

اټلانټا (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې نهه بلوڅ وسله‌وال وژلي، خو بلخوا بیا په پښتونخوا کې د یوې نښتې پر مهال دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان ایالت په کوهلو سیمه کې د بلوڅ وسله‌والو پر ضد یې چاڼیز عملیات کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغو عملیاتو کې یې نهه بلوڅ وسله‌وال وژلي او درې نور یې په ټپي حالت کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوڅ ازادۍ‌غوښتونکې ډلې د وسله‌والو پر ضد ترسره کړي دي.

یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا په سوېلي ولسوالۍ لکي‌‎مروت کې له وسله‌والو سره جګړه کې د پاکستان دوه پوځیانوژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي خو د لکي‌مروت پولیس د وسله‌والو طالبانو او پوځ ترمنځ نښته تایيدوي او ویلي یې دي، پېښه تېره ورځ د لکي‌مروت ګمبیلا پولیسو تاڼې په مربوطاتو کې شوې وه او نن هم په سيمه کې عمليات دوام لري.

Visits: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.