لوى څارنوال: غصب شوې ځمکې بايد په خپله خوښه کمېسيون ته وسپارل شي
لوى څارنوال وايي، د ځمکو غاصبين دې د غصب موضوع نه جنجالي کوي او غصب کړې ځمکې دې په خپله خوښه بېرته ټاکل شوي کمېسيون ته وسپاري.
لوى څارنوال وايي، د ځمکو غاصبين دې د غصب موضوع نه جنجالي کوي او غصب کړې ځمکې دې په خپله خوښه بېرته ټاکل شوي کمېسيون ته وسپاري.
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون اورتوپيدي څانګه د ۷۷ زره ډالرو په لګښت په نوې او عصري بڼه ورغول شوه.
د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درې کسان مړه شوي او يوه نجلۍ ټپي ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د کندهار په سپین بولدک کې د نامعلوم کس له لوري پر پاکستاني امنیتي کسانو د ډزو پېښې د څېړلو او عاملینو پیدا کولو لپاره یوه لوړپوړي پلاوي پلټنې پیل کړې دي.
په خوست کې د شنو خونو مسوولين وايي، د مسلکي کسانو نشتون له امله يو شمېر شنېخونې نورو ولايتونو ته انتقال شوې او ځينې له فعاليته پاتې دي.
په ننګرهار کې له لسو زرو افغان سيکانو کورنيو څخه پاتې يوازينی سيک وايي، د هېواد مينې اړ کړی چې همدلته پاتې شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه ۲۵ کلن ځوان مړی موندل شوی چې تر ربړونې وروسته په ډزو وژل شوی دی.
په بلخ کې يو شمېر سوداګر وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د بادامو د حاصلاتو کچه لوړه شوې، خو بيه يې ٢٠ سلنه او صادرات يې ٤٠ سلنه کم شوي دي.
اروپايي ټولنې د «جي شل» هېوادونو په غونډه کې ویلي چې ۱۵ هېوادونو ته یې د خوراکي توکو رسولو لپاره ۲۱۰ میلیون یورو ځانګړې کړې او له دې پیسو به ۷۵ میلیونه افغانستان ته ورکړي.
د کوزې پښتونخوا وتلی سیاستوال محسن داوړ وایي، په پاکستان کې له افغانانو سره ډېر بد چلند کېږي، دوی له مجبورۍ دلته راغلي او پر وړاندې یې ټوله نړۍ مجرمه ده.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې له روسیې سره یې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي ویبسایټ کې د «افغان کورنیو یوځای کولو» په نوم ځانګړې پاڼه پرانیستې ده چې له لارې یې په دغه هېواد کې مېشت افغانان کولای شي د خپلو کورنیو غړي امریکا ته راوغواړي.
د فوټبال د اسیا جام غوراوي سیالیو کې د افغانستان له پنځلس کلونو کم عمره فوټبال لوبډلې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې افغانانو او ټولو بهرنيانو ته چې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې د روان زېږديز کال تر پایه له دغه هېواده ووځي. د پاکستان…
په غزني له ۵۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، سمنګان کې له ۲۴۰ بېوزلو مېرمنو سره د هګیو چرګو او فراه کې له ۶۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو او ژمنیو توکو مرسته…
د امريکا په ويرجينيا پوهنتون کې تېره ورځ ناوخته د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د امريکا باسټن نيوز د سيايناين د راپور له مخې ليکلي چې…
د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي د سونتوکو په ځانګړي ډول ډبرو سکرو د بیو لوړوالي اندېښمن کړي او له مسوولینو غواړي څو د دغو توکو بیې کنټرول…
د کندهار له عمومي محبس څخه یوه بل ځانګړي مرکز ته د سلګونو هغو کسانو د لېږد لړۍ پیل شوه چې پر نشو روږدي وو او دغلته د درملنې په موخه ساتل کېدل.
د بغلان په مرکز پلخمري او دوشي ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپيان شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د را روان ژمي لپاره د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو زېرمه کولو خبر ورکړی څو په ژمي کې د لارو بندېدو په صورت کې له هغو استفاده وکړي.
د غزني لیکوال، فرهنګیان او د مطالعې مینهوال وايي، په تېرو کلونو کې په دغه ولایت کې له ۴۰ ډېرې ورځپاڼې، اوونیزې، مجلې او رسالې خپرېدلې خو اوس د «سنايي» په نوم له دولتي اوونیزې پرته نورې ټولې سقوط شوې دي.
په کابل کې د وطني او ترکي بخاريو پلورونکي وایي، د ژمي په رارسېدو سره د بخاریو پلور ډېر شوى، خو د وطني بخاریو بیه ټيټه او د ترکي بيه بيا لوړه شوې ده.