کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۱): په غزني له ۵۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، سمنګان کې له ۲۴۰ بېوزلو مېرمنو سره د هګیو چرګو او فراه کې له ۶۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو او ژمنیو توکو مرسته وشوه.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، موده مخکې په اندړو ولسوالۍ کې سروې شوې وه چې په پایله کې یې تر پنځه زره ډېرې اړې او بېوزلې کورنۍ په نښه شوې دي.
هغه زیاته کړه، نن پر یادو شوو کورنیو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري خوراکي توکي ووېشل شول.
دی وايي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۶ کیلوګرام دال، ۵ لېټره غوړي، یوه اندازه مالګه او د ښځو لپاره تقویتي خواړه ورکړل شول چې تر یوه وخته به د هغوی اړتیاوې پوره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن