منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۷ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

امریکا: افغانستان کې د نظامي ښکېلتیا اراده نه لرو، ډیپلوماتیکي او سیاسي لاره مو غوره کړې

د افغانستان  لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، هېواد یې یو ځل بیا په افغانستان کې د نظامي ښکېلتیا اراده نه لري، غواړي د افغانستان سرپرست حکومت د ډیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو له لارې وهڅوي چې بشري حقونو ته درناوی ولري.

غړي

حنفي د ښوونکي نړۍ‌والې ورځې نمانځغونډه کې: ښوونکي د ټولنې په روزنه کې رغنده رول لري

د ښوونکي له نړۍ‌والې ورځې سره هم‌مهاله، د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د ټولنې په روزنه کې د ښوونکو رغنده رول ته په اشارې وویل، «اسلامي امارت» د ښوونکو لپاره ۲۰‌زره بستونه رامنځته کړي دي.

غړي

خلک د ګیزاب- ترینکوټ لارې په جوړولو کې له حکومت او موسسو مرسته غواړي

د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، شاوخوا دوې میاشتې مخکې یې د چندې په پیسو د ګیزاب- ترینکوټ لارې جوړولو چارې پیل کړې وې خو دا چې راټولې شوې پیسې ډېرې لږې وې، د لارې جوړولو لس سلنه کار هم نه دی ورباندې شوی.

غړي

شرعي له نیکولسن سره لیدنه کې پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه اندېښنه ښودلې او د عدلیې وزارت سرپرست یې په ځواب کې ویلي چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او پر وړاندې یې مبارزه کوي.

غړي

د ملګري ملتونو دوې ادارې په سوېل کې د اوبو، انرژۍ او کرنې برخو کې پروژې پلې کوي

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) مشرې انوبا سود او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرستیالې سورایا بزرګووا نن د تلې په ۱۲مه د کندهار له ولایتي مسوولینو سره وکتل.

نور راپورونه