منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

له ایران څخه افغانستان ته د نفتي موادو لېږد تړون د څلورو نورو میاشتو لپاره وغځېد

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ایران څخه افغانستان ته د نفتي توکو د ټرانزیټ قرارداد د څلورو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.

دغه وزارت نن د تلې په ۱۳مه، په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ په هڅو د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره له خبرو وروسته یاد هېواد افغانستان ته د نفتي توکو د ټرانزیټ موده څلورو میاشتو ته وغځوله.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ایران د دغې پرېکړې هرکلی کړی او ټولو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړی چې دغه وزارت به له ټولو لارو چارو کار اخلي چې وارداتي لارې پرانیستې وساتي او په هېواد کې د نفتي موادو د کمښت مخنیوی وکړي.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» هم د دغه هېواد د چارواکو له خولې لیکلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د خپل هېواد د اوسېدونکو د سون‌توکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه د دوی د پرله‌پسې غوښتنو په پایله کې ایران د لړم میاشتې له ۸مې تر راتلونکو څلورو میاشتو دغه هېواد ته د تېلو او ګازو د لېږد قرارداد وغځاوه.

د یادونې ده، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې میاشتې په ۶مه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له روسیې څخه هم هېواد ته د تېلو او اوبلن ګاز د واردولو خبر ورکړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد