ژبه

بادغیس کې له ۲۰۰ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

قلعه نو (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د یوه مرستندوی بنسټ له خوا له دوو سوو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یادو کورنیو ته دغه مرسته  نن (د مرغومي ۱۱مه) د حاجي محمد ابراهیم حبیب یار خیریه بنسټ له خوا ووېشل شوې.

د دغه خیریه بنسټ یوه مسوول عبدالحق صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې مرستې یې د اړمنو کورنیو له په نښه کېدو وروسته وېشلي دي.

د هغه په خبره چې په دې مرسته کې اوړه، وریجې او غوړي شامل وو.

له بلې خوا هغه کسان چې دغه مرسته یې ترلاسه کړې، له یاد خیریه بنسټه مننه کوي.

یو بېوزلی غلام نبي وایي: «موږ مننه کوو چې دغه مرستې موږ ته راکړل شوې، الله دې خیر ورکړي چې موږ ته یې اوړه، وریجې او غوړي راکړل؛ دغه مرستې کولی شي چې موږ تر یوې مودې له لوږې وژغوري، غواړو هر مومن مسلمان چې وس لري، د اړو خلکو لاسنیوی وکړي.»

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې هم له باکودک همسري سره د مبارزې بنسټ له لسګونو اړو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته  کړې وه.