منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

تېر کال په نړۍ کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د ژورنالېستانو نړیوال فدارسیون وایي، تېر کال (۲۰۲۱) د نړۍ په شلو هېوادونو کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون؛ په راپور کې راغلي چې تر ټولو ډېر (۲۰) خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په اسیا کې وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې له یادو ۴۵ کسانو څخه، امریکا کې لس، افریقا کې اته، اروپا کې شپږ او منځني ختیځ او عربي نړۍ کې یو تن وژل شوي دي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدارسیون زیاتوي چې ایران کې هم یوې خونړۍ ترافیکي پېښه کې دوو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی.

سرچینه لیکي چې افغانستان کې نهه، مکسیکو کې اته، هند کې څلور او پاکستان کې درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او په دې سره دغه هېوادونه تر نورو د ډېرو دا ډول پېښو شاهدان وو.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له دوی سره د شپږو خبریالانو وژل کېدل ثبت شوي چې وروستۍ پېښه یې په کندهار ولایت کې د یو هندي خبریال وژل کېدل و.

دی وایي، دغه شپږ هغه کسان دي چې برحاله خبریالان وو او په نېغه د خبریالۍ د کار پر مهال په نښه شوي دي.

هغه په دې اړه چې د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون، افغانستان کې د نهو کسانو د وژل کېدو خبره کوي، زیاته کړه: «درې نور کسان، لکه رفیع صدیقي، سادات صاحب او یوه مېرمن چې د رسنیو کارکوونکو وه، هغه موارد دي چې موږ د خبریالانو په کېسونو(قضیو) کې نه دي نیولي.»

د ژورنالېستانو نړیوال فدارسیون د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې ۶۵ خبریالان وژل شوي وو او له ۱۹۹۱ کال راهیسې ۲۷۲۱ خبریالان په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي.