پلخمری (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د بغلان مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د دغه ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیر عابدي د مرغومې په ۱۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه په بغلان کې دوه ځایه ترافیکي پېښې شوي چې له امله یې دوه کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه، لومړۍ پېښه د خنجان ولسوالۍ چهار مغزک سیمه کې له سړک څخه د کرولا موټر ښویېدو پېښه ده چې په کې یو کس مړ او درې ټپیان شوي او بله د شپې کابو درې بجې د پلخمري ښار شمرق سیمه کې د کرولا او ټېلري موټرو ترمنځ ټکر شوی چې په دغه پېښه کې هم یو کس مړ او درې تنه یې ژوبل شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وايي، ملکي روغتون ته د یوې ترافیکي پېښې کسان راوړل شوي چې یو مړ او دوه سرسري ټپیان دي چې روغتیايي حالت يې ښه دی .
د تېرې جمعې پر ورځ هم د مرکزي بغلان ولسوالۍ جلوګیر سیمه کې د کرولا او ټېلر موټرونو د ټکر په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي وو.
Visits: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن