ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې خلک د برېښنا لګښت له درکه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پوروړي دي

په کندهار کې خلک د برېښنا لګښت له درکه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پوروړي دي

author avatar
6 Jan 2022 - 17:51
په کندهار کې خلک د برېښنا لګښت له درکه څه باندې یو میلیارد افغانۍ پوروړي دي
author avatar
6 Jan 2022 - 17:51

کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومي۱۴۰۰)  د کندهار برېښنا ریاست مسوولین وایي، د برېښنا د لګښت له درکه یې پر خلکو یو میلیارد، پنځه میلیونه، ۹۸۴ زره او ۳۹۷ افغانۍ پاتې دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې نه دي تحویل کړي.

د کندهار د برېښنا ریاست رییس مولوي محمد حنیف حمزه دا څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وویل، برېښنا ریاست دا مهال په کندهار کې ۸۳ زره او ۴۴۲ مشتریان لري چې په منظمه توګه برېښنا تر لاسه کوي.

دی وايي، په دغو مشتریانو کې چې دولتي ادارې، موسسات، سوداګریزې ساحې او عام خلک شامل دي ځینو یې له کلونو راهیسې د برېښنا لګښت نه دی ورکړی.

نوموړي زیاته کړه، په دې لړ کې سوداګریزې ساحې چې د مېټرونو شمېر یې ۵۲۷۵ ته رسېږي، د برېښنا د لګښت له درکه ۱۳۲ میلیونه، ۷۳۴ زره او ۸۰۰ افغانۍ پوروړي دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې نه دي تحویل کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې پر ۶۴۱۴۰ کورونو ۳۱۷ میلیونه او ۶۹۵ زره افغانۍ، پر ۳۳۰ دولتي ادارو ۴۴۳ میلیونه او ۹۶۷ زره افغانۍ او پر یو شمېر صنعتي فابریکو ۷۸ میلیونه، ۱۵۷ زره او ۸ سوه افغانۍ پاتې دي چې تر اوسه یې نه دي تحویل کړي.

د دې تر څنګ هغه د ۹۱۳ جوماتونو او زیارتونو یادونه هم وکړه چې د برېښنا له درکه ۳۳ میلیونه، ۴۲۸ زره او ۵ سوه افغانۍ پوروړي دي.

هغه وايي، دا باقیات توپير لري ځینو د دوو یا درېیو دورو بېلونه نه دي تحویل کړي او ځینو آن له کلونو راهیسې نه دي تحویل کړي.

خو ده خبر ورکړ چې له دغو ټولو پوروړو سره به حساب کېږي او هغوی به اړ ایستل کېږي چې د برېښنا لګښت ورکړي.

د برېښنا رییس وایي، که مشتریان پر وخت بېلونه تحویل کړي نو دوی به وکولای شي په منظم ډول خلکو ته برېښنا ورسوي.

نوموړي د دې تر څنګ د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، دا چې په وروستیو کې برېښنا ټکنۍ شوې لامل یې په کجکي کې بند کې د اوبو کمښت دی او په تېرو څو ورځو کې بیا په سنګین ولسوالي کې لین ستونزه پيدا کړې ده.

دی وایي، په کندهار کې یې له نړیوال سره صلیب/ICRC څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې چې هغوی هم له دغه ریاست سره د ۲۰۰ زره لېټره ډېزلو مرسته کړې ده.

د هغه په وینا، له دې سره به وکولای شي د ښاریانو د برېښنا اړتیا تر یوه حده پوره کړي.

د برېښنا رییس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ټاکل شوې وه له بګرام هوايي ډګر څخه کندهار ته ډېزلي جنراتورونه راوړل شي، خو دا کار ځنډېدلی، وویل هغه عادي جنراتورونه نه دي، دلته پراخه ساحه غواړي او راوړل یې هم وخت نیسي چې کېدای شي له ۸ تر ۹ میاشتو وخت واخلي.

په کندهار کې په دې وروستیو کې برېښنا کمه شوې او ان پر نشت حساب ده چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او له امله یې لسګونه فابریکې تړل شوې دي.

 

Visits: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.