ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونیزیا: افغانستان ته په بشري مرستو بار دوې الوتکې لېږو

اندونیزیا: افغانستان ته په بشري مرستو بار دوې الوتکې لېږو

author avatar
7 Jan 2022 - 15:42
اندونیزیا: افغانستان ته په بشري مرستو بار دوې الوتکې لېږو
author avatar
7 Jan 2022 - 15:42

کابل (پژواک، ۱۷مرغومی ۱۴۰۰): د اندونیزيا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هېواد يې له افغانستان سره بشري مرستو برابرولو په لړ کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او په نږدې راتلونکې کې به پر بشري مرستو بار دوې الوتکې کابل ته واستوي.

په هغه اعلاميه کې چې نن د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت له خوا  د ” دسيمې او نړۍ لپاره ډيپلوماسي” تر نامه خپره شوې، راغلي چې د افغانستان په اړه د اندونيزيا دريځ ثابت دی او دغه هېواد هيله لري چې د يوه باثباته او سله ييز افغانستان شاهد واوسي.

اعلاميه زياتوي چې اندونيزيا له افغانستان سره د تعامل په لړ کې، د دغه هېواد نوی حکومت هڅوي چې د ښځو حقونو ته درناوي په ګډون، خپلې ټولې ژمنې پرځای کړي.

سرچينه وايي: «په ۲۰۲۲ کال کې د دوام اندونیز تمرکز به د تحصيلي بورسونو د ورکړې له لارې د افغان مېرمنو پر زده کړې او ځواکمنتيا موضوع دوام ولري.»

د يادونې وړده چې د اندونيزيا بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې د روان کال د ليندۍ په ۱۶مه ويلي و چې دغه هېواد نيت لري چې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي.

Visits: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.