ژبه

د پژواک خبري اژانس مخکنی مسوول مدیر خلیل احمد فطري له بنده خوشی شو

توسط پژواک

جنوري 10, 2022 - 2:56 pm

Views: 140

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰): د پژواک خبري اژانس مخکنی مسوول مدیر خواجه خلیل احمد فطري پرون مازدیګر په بلخ ولایت کې له بنده ازاد شو.

خواجه خلیل احمد فطري د روان کال د لېندۍ په ۲۲مه په مزارشریف کې د اوسېدو له ځایه د استخباراتو ادارې وړی و.<img class="alignleft wp-image-433732 " src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2022/01/خلیل-فطری.jpg" alt="" width="290" height="163" />

د فطري د خور زوی خواجه نصیراحمد صدیقي د خپل ماما پر خوشي کېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ پژواک ته وویل: ((الحمدلله فطري صاحب له بنده خلاص شوی، روغتیايي او رواني حالت یې ښه دی.))

د افغان خبریالانو مرکز د خلیل فطري د خوشي کېدو په اړه یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې ازادو رسنیو او خبریالانو ته د درناوي او ملاتړ په برخو کې پر خپلو ژمنه عمل وکړي.

خواجه خلیل فطري د هېواد له مخکنیو تجربه لرونکو خبریالانو دی؛ هغه په ۱۳۷۰ کال کې د خبریالۍ چارې له انیس دولتي ورځپاڼې سره پیل کړې او شاوخوا ۱۳ کاله د پژواک خبري اژانس مسوول مدیر و.

نوموړي شاوخوا څلور میاشتې مخکې له پژواک سره دنده پرېښوده او اوس له خپلې کورنۍ سره یو ځای مزارشریف کې ژوند کوي.