منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ لپاره د «اتمر» غوښتنه او د «فایق» سخت غبرګون

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو مخکني وزیر، ملګرو ملتونو ته لیکلي چې نور دې د « فایق» پر ځای «نعیمي» په یاد سازمان کې د افغانستان استازولي کوي، خو فایق دغه کار«د ځینو فاسدو کسانو دسیسه» بللې ده.

د روان کال د وږي په ۳۱مه د افغانستان د اوسني سرپرست د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې محمد سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی ونوماوه، خو د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې د لیندۍ په ۱۱مه پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبله کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره یاد سرپرست حکومت ته نه ورکول کېږي او د تېر حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازى وي.

خو له لنډې مودې وروسته غلام محمد اسحاقزي استعفا ورکړه او د روان کال د لیندۍ په ۲۶مه، هلته د افغانستان استازولي وویل چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مستشار وزیر نصیراحمد فایق به نور په یاد سازمان کې د افغانستان استازی وي.

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سلواغې په ۱۵ مه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه مکتوب کې لیکلي چي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني سفیر غلام محمد اسحاقزي د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۵مه دندې پرېښودو په اړه تاسو ته خبر درکړ او د ده (اتمر) په لارښوونه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مستشار وزیر نصیراحمد فایق د شارژدافیر په توګه تاسې ته معرفي شو؛ ځکه چې د اسحاقزي مرستیال محمد ولي نعیمي هغه مهال ناروغ و.

اتمر لیکلي: «دا چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني سفیر غلام اسحاقزي مرستیال محمد ولي نعیمي، اوس روغ شوی، زه تاسې ته خبر درکوم چې نعیمي به د ملګرو ملتونو له پرتوکل او اداري ترتیب سره سم د دایمي استازولۍ چارې په خپل لاس کې واخلي.»

اتمر څلور ورځې مخکې په یاد مکتوب کې لیکلي چې دا چاره د سلواغې له ۱۵ مې د اجرا وړ ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق هم یاد مکتوب پر خپله ټوېټرپاڼه خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې غواړي د « ځینو فاسدو او خاینو کسانو دسیسې او توطیې» له خلکو سره شریکې کړي.

فایق لیکلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ده تر وینا وروسته او تر هغه وروسته چې ویې ویل له پخواني فاسد حکومت څخه استازولي نه کوي، خو له نظام، د جمهوریت له ارزښتونو، شل کلنو لاسته راوړنو او د افغانستان له خلکو استازیتوب کوي او غوښتنه یې وکړه چې د اشرف غني د فاسد حکومت د چارواکو بانکي حسابونه دې وتړل او مصادره او هغوی (د پخواني حکومت فاسد چارواکي) دې محاکمه شي، ځینو پخوانیو چارواکو د ده پر وړاندې ځینې دسیسې او فشارونه پیل کړل تر څو د عدالت غوښتنې او د افغان ولس د بنسټیزو ارزښتونو غږ غلی کړي.

ده د اتمر له خوا یاد مکتوب ته په اشارې ویلي: «دا هم د دغو فاسد افرادو د مذبوحانه هڅو یوه بېلګه ده، چې د توطیې او جعل له لارې تر سره کیږي او له تاسو سره شریکه شوه.»

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سهیل شاهین د فایق له ټاکل کېدو وروسته ویلي و چې ملګري‌ ملتونه د بې‌پلوۍ له ‌امله اعتبار لري او دغه اعتبار دې د افغانستان حکومت ته د یادې څوکۍ په سپارلو سره وساتي.

دی ویلي و چې مقررات باید سیاسي مسایلو ته په پام کې نیولو سره وشي، که نه د یادې ادارې بې‌پلوي به تر پوښتنې لاندې وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست