ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعاملات او بشري مرستې ډېروي

بریتانیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعاملات او بشري مرستې ډېروي

author avatar
11 Feb 2022 - 10:14
بریتانیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعاملات او بشري مرستې ډېروي
author avatar
11 Feb 2022 - 10:14

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۰): د بریتانیا سفیر هیوګو شارټر وايي، له افغان حکومت سره په تعاملاتو او بشري مرستو کې ډېروالی راولي او د بانکي سکټور په پراختیا کې مرسته کوي.

نوموړي چې د یوه پلاوي په ملتیا افغانستان ته سفر کړی، دا څرګندونې تېره ورځ مازدیګر ناوخته په کابل کې د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه د دې لیدنې جزئیات خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د بریتانیې سفیر هیوګي شارټر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړې ده.

د ده په وینا، د بریتانیا سفیر ویلي چې د نوي حکومت له راتګ سره جګړه درېدلې، امنیت ټینګ شوی، د زده کړو مرکزونه پرانیستل شوي او بشري مرستې تر اړو خلکو په ښه توګه رسېږي.

سفیر څرګنده کړې چې د هېواد لومړي وزیر لارښوونه ورته کړې څو د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل زیات شي او د بشري او بانکي سکټور د ودې لپاره ځانګړې مرستې ورسره وشي.

نوموړی وايي، بریتانیا په خپله هم غواړي او پر نړیوالو هم غږ کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره همکاري وکړي.

ده له افغان حکومته هم وغوښتل چې د اقتصادي ودې په موخه پلان جوړ او د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.

شارټر ضمناً یادونه وکړه چې په افغانستان کې باید بهرنۍ ډلې فعالیت ونه لري.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، دوی د بریتانیا د بشري مرستو او په تعلیمي برخو کې د همکارۍ هرکلی کوي.

نوموړي په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت اړوند د بریتانیا د سفیر د اندېښنو په ځواب کې وویل، ژمنه یې کړې چې په افغانستان کې به هیڅ یوې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او دا خاوره به د هیڅ هېواد په خلاف نه کارول کېږي.

ده زیاته کړه، ځینې غرضي رسنۍ هڅې کوي پر نوي حکومت بې بنسټه تورونه پورې کړي او د نړیوالو باور وننګوي.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د دغسې ناستو پر دوام او د دوړه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.