منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان کلتوري ټولنو جرګه په اداري چارو کې د رسمي ژبو د عادلانه توازن غوښتنه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه، د افغانستان ټولو ژبو ته په درناوي سره، په ټولو اداري چارو کې د هېواد د رسمي ژبو (پښتو او دري) د عادلانه توازن د مراعات غوښتنه کوي او له حکومت او خلکو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ مه (د کب دویمه) د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نمانځې. سږ کال دا ورځ (زموږ د ژبو باغ) ترسرلیک لاندې نمانځل کیږي.

د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې او بنسټونو په دې اړه نن یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، څېړنو ثبوت کړې چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړې اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښوونځی څخه د ماشوم ايستلو سره مترادف دي.

سرچینې لیکلي، ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي او انکشاف باندې د ژورو اغېزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتېژیک ارزښت لرونکي دي.

اعلامیه کې راغلي: «ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري. ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورنۍ ژبې د نمانځلو اهمیت دا هم دی چې ژبنۍ او کلتوري رنګارنګي او څو ژبې زده کړه او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول او د تبعیض د مخنیوي لپاره اغېزناکه ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.»

سرچینه لیکي چې په افغانستان کې - که څه هم د قوانینو له مخې په مورنیو ژبو د زده کړو اهمیت تسجیل شوی او حکومت مکلف دی چې په دې برخه کې د قانون احکام پلي کړي؛ د پوهنې وزارت هم یو څو ګامونه اخیستي دي، خو د مسئلې دایمي، پوخ او متداوم حل تر دې زیاتو هڅو او ټینګې ژمنتیا ته اړتیا لري.

سرچینه زیاتوي:«موږ پر پوهنې وزارت غږ کوو چې په مورنۍ ژبې د زده کړو د حق د تأمین لپاره دې خپلو اوسنیو هڅو ته دوام ورکړي، خو د دایمي او متداوم حل لپاره دې په ټول هېواد کې د دوه ژبې نصاب د تدوین او تدریس کار پیل کړي، تر څو افغان اولادونه د دې وړ کړي چې با کیفیته زده کړه وکړي او د هېواد په هرګوټ کې د کار کولو قابلیت ولري. البته د درېیمو ژبو د ودې لپاره دې هم عملا کار پیل کړي چې زده کوونکو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانه شي.»

اعلامیه کې له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه شوې چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د افغانستان د رسمي ژبو تدریس ته په ټنیګه ژمنتیا کار پیل او دوام ورکړي.

سرچینې له خلکو هم غوښتي چې د افغانستان ټولو ژبو ته په درناوي سره په ټولو عامه چارو کې د دواړو رسمي ژبو کارولو ته پاملرنه وکړي.

د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې او بنسټونو د افغانستان له سرپرست حکومت څخه هیله کړې چې ټولو دولتي ارګانونو ته امر وکړي تر څو د اساسي قانون له مخې په ټولو اداري چارو کې د دواړو رسمي ژبو عادلانه توازن مراعات کړي.

سرچینې له ټولو دولتي او نادولتي ملي او نړیوالو ادارو غوښتي چې په دې لار کې ګټور کارونه پیل او دوام ورکړي.

د افغانستان د عدلیې سرپرست وزیر مولوي عبد الحکیم شرعي څه موده مخکې ویلي و چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د مهال اساسي قانون به له یو لړ تعدیلونو سره د لنډمهالې دورې د اساسي قانون په توګه نافذ شي.

د ظاهرشاه د واکمنۍ په اساسي قانون کې راغلي چې د افغانستان له ژبو څخه پښتو او دري ژبې رسمي ژبې دي.

دغه راز د تېر حکومت د اساسي قانون په شپاړسمه ماده کې راغلي:«د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. په هغو سيمو كې چې د خلكو اكثريت له ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او يا پاميري ژبو څخه پر يوې خبرې كوي له پښتو او دري سربېره هغه ژبه دریمه رسمي ژبه ده، د تطبيق ډول يې د قانون له ليارې تنظيمېږي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغيزمن پروګرامونه طرح او تطبيقوي. په هېواد كې د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپرونې د هېواد پر ټولو مروجو ژبو آزادې دي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه