ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش ډلې د خراسان برخې مهم غړی مسلم دوست په ننګرهار کې تسليم شو

د داعش ډلې د خراسان برخې مهم غړی مسلم دوست په ننګرهار کې تسليم شو

author avatar
4 Mar 2022 - 14:45
د داعش ډلې د خراسان برخې مهم غړی مسلم دوست په ننګرهار کې تسليم شو
author avatar
4 Mar 2022 - 14:45

جلال‌آباد (پژواک،۱۳ کب ۱۴۰۰): د داعش خراسان ډلې يو مهم غړی عبدالرحيم مسلم‌دوست چې د دغې ډلې د بيعت مسوول و، په ننګرهار کې د دغه ولايت د استخباراتو رياست ته تسليم شو.

نوموړي ته نن (جمعه، د کب ۱۳مه) د ننګرهار د استخباراتو رياست کې يوه غونډه جوړه شوې وه او هغه په کې له اوسني سرپرست حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

مسلم‌دوست په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، داعش ډلې په افغانستان کې د پاکستان د جنرالانو په غوښتنه د پيسو په بدل کې فعاليت پيل کړی او په خلکو يې ظلم او زياتي کاوه چې له همدې امله يې ترې لار جلا کړه.

نوموړی چې د داعش د خراسان ډلې له لومړيو کسانو څخه بلل کېږي، وايي چې له مقاومت سره د داعش ډلې يوځای کېدل له امکانه لرې خبره ده؛ ځکه مقاومت ډله ډيموکراتان او په خبره يې داعش يوه افراطي ډله ده چې د ډيموکراسۍ تر ټولو سرسخته مخالفه ده.

د هغه د معلوماتو له‌مخې، د داعش ډلې د بيا سربازګيرۍ راپورونه يې ترلاسه کړي، خو دقيق معلومات نه لري چې په کومو کومو ساحو کې دغه لړۍ پيل شوې ده.

د ننګرهار د استخباراتو رئيس ډاکتر بشير بيا وايي، په افغانستان کې داعش ډله سخته ځپل شوې او اوسمهال يې فعاليت د صفر درجې ته راښکته شوی دی.

نوموړي يو ځل بيا د حکومت په مخالفو ډلو او خلکو غږ وکړ چې له مخالفت دې لاس واخلي او نوي نظام ته دې تسليم شي.

مسلم‌دوست چې د پښتو ژبې تکړه ليکوال او شاعر هم دی او په پاکستان کې يې څو ځله بندي شوی هم دی، د نوموړي په تړاو ويل کېږي چې د داعش ډلې له بنسټګر ابوبکر البغدادي سره يې له نږدې اړيکې درلودې او هغه ورته په ډېر لوړ ارزښت قايل و.

Views: 2137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.