کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰): په پاکستان کې افغان کمېشنري وايي چې د دغه هېواد پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي، بندیان کړي او بېرته یې افغانستان د اړولو چمتووالی نیسي.
د راپورونو له مخې، دغه افغانان چې ټول ۴۷ کسان دي چې په سوېلي وزیرستان، ټانک او دېره اسماعیل خان سیمو کې نیول شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي چې نیول شوو افغانانو سره پاکستان ته د داخلېدو او اوسېدو قانوني اسناد نه وو.
یوه پولیس چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې دا کسان محکمې ته معرفي شوي، محکمې دوه ښځې په ضمانت خوشې کړيې او د ۳۴ نورو کسانو د بېرته اړولو امر یې کړی دی.
هغه ویلي، دا کسان یې د پېښور زندان ته استولي او له هغه ځایه به بېرته افغانستان ته ولېږل شي.
د مجاهد په نوم یو افغان کډوال وايي چې په نیول شوو کسانو کې یې «مور، ورېندار، ورور او وراره شامل دي» چې په خبره یې، ورور یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، خو بیا نیول شوی او بندي شوی دی.
نوموړی وايي، دوه میاشتې کېږي چې د کورنۍ غړي یې د پېښور په زندان کې دي.
د افغان کمېشنرۍ یوه کارکوونکي قاري سراج ویلي، ډېری افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او په خبره یې باید دواړه هېوادونه دا ستونزه حل کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېر کال ویلي وو چې ۱.۴ میلیون ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې قانوني اوسېږي او شاوخوا ۱.۵ میلیون نور بیا د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










