ژبه

ننګرهار کې د اوو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه

جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ او بدني روزنې رياستونو له لوري د اوو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه.

[restrict paid="true"]

چارواکي وايي، دغه سيالي يې د نارنج ګل مشاعرې په مناسبت د ننګرهار ولايت په ګډون د اوو ولايتونو ۳۲ لوبغاړو ترمنځ ترسره کړې چې د جلال اباد ښار پښتونستان چوک څخه تر ګمبيري دښتې پورې د لس کيلومتره په واټن بايسکل چلوونکو بايسکلونه وځغلول.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري نور محمد حنيف وويل چې له دغو سياليو يې موخه د ځوانانو او په خاصه توګه د لوبغاړو تشويق او د نارنج ګل مشاعرې په مناسبت خلکو ته د تفريح زمينه برابرول دي.

دی وايي، چې په دغو سياليو کې د ننګرهار په ګډون د اوو ولايتونو ۳۲ لوبغاړو برخه اخېستې وه چې پياوړي لوبغاړي په ستاينلیکونو او ډالیو ونازول شول او ورته په راتلونکې کې د نورو برياو هيله وشوه.

هغه له لوبغاړو مننه وکړه چې د خپلو سياليو او فعاليتونو په تر سره کولو سره نړۍ ته د افغانستان ښه انځور او پيغام لېږدوي.

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې/ورزش رييس نور احمد حبيبي وويل چې راتلونکي کې پلان لري د نورو ورزشونو د لوبغاړو ترمنځ هم ورته سيالۍ ترسره کړي چې له يوې خوا به ځوانان ورزش ته وهڅول شي او له بل پلوه به د ننګرهار غوره تصوير نورې نړۍ ته وړاندې شي.

د سيالۍ يو ګډونوال رحمان الله چې له کابل ولايت څخه يې سيالۍ کې ګډون کړی له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په نړيوالو سياليو کې د ګډون زمينه هم برابره کړي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې يې د نارنج ګل د دوديزې مېلې او مشاعرې د ښې نمانځنې لپاره نورتدابير هم نيولي او ټاکل شوې چې نږدې وختونو کې دغه مشاعره ترسره شي.

[/restrict]