کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځیو پرانیستل کېدو له اعلان وروسته د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتوني ګوتریش د دې پرېکړې هرکلی کړی او غوښتي دي چې په افغانستان کې دې د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ ښوونخي پرانیستل شي.
مخکې له دې د کب په ۲۳مه د پوهنې وزارت پژواک خبري اژانس ته تایید کړې وه چې د وري په درېیمه د ښوونیز کال په پیلېدو سره به د سړو سیمو ټول ښوونځي پرانیستل شي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رایان پرون (د کب ۲۶مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې نجونو زده کوونکو ته به له هلکانو بېل ښځې ښوونکې تدریس کوي.
د رایان په خبره، په هغو کلیوالي سیمو کې چې ښځې ښوونکې کمې دي، نجونو ته به لوړ عمر لرونکي نارینه ښوونکي تدریس کوي.
د پوهنې وزارت ویاند ټینګار کړی چې نوی کال به هیڅ ښوونځی تړلی پاتې نه شي او په خبره یې، که کوم ښوونځی تړل کېږي، د بېرته پرانیستو مسوولیت یې د پوهنې وزارت په غاړه دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن (د کب ۲۷مه) په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د ښوونځیو پرانیستل کېدو په اړه د اعلان هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې دې د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.
د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره ښوونځي په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د اوسني حکومت په واکمنېدو سره د ښوونځیو له شپږم پورته ټولګي د نجونو پر مخ تړلي شوي وو.
  . . .










